د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردک او سرپل ولایتونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسیدلې


 افغانستان کې د جګړو په زیاتیدو په یو شمیر ولایتونو کې د ښکیلو غاړو ترمنځ په نښتو کې ملکي وګړو ته هم د سر د زیان د رسیدلو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.
افغانستان کې د جګړو په زیاتیدو په یو شمیر ولایتونو کې د ښکیلو غاړو ترمنځ په نښتو کې ملکي وګړو ته هم د سر د زیان د رسیدلو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.

په میدان وردک او سرپل ولایتونو کې سیمه ییز چارواکي وايي، تیره شپه ( سنبلې ۱۷ مه) په دغو ولایتونو کې په دوه جلا هوايي بریدونو کې د مور په ګیډه د یو ماشوم په ګډون اته ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردک ولایتي شورا یو شمیر غړي او د سیمې اوسیدونکي وايي، تیره شپه په یو هوايي برید کې د دغه ولایت د سید اباد په ولسوالۍ کې اوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغې سیمې اوسیدونکي وايي، د سید اباد ولسوالۍ د " جوې زرین" په کلي کې پر یو سراچه موټر برید شوی، چې په پایله کې یې په موټر کې سپاره ټول مسافر وژل شوي دي.

د میدان وردک د ولایتي شورا یو غړي شریف الله هوتک امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په موټر کې سپاره مسافر ټول ملکي وګړي وو.

ښاغلي هوتک وویل " د موټر سپرلۍ ټول ملکي وګړي وو، چې له یوې میلمستیا څخه د ستنیدلو په حال کې وو، د لارې په اوږدو کې د " جوې زرین" په سیمه کې د یو هوايي برید په پایله کې وژل شوي دي".

ښاغلي هوتک وویل دوه ماشومان او یوه ښځه هم په وژل شوو کسانو کې شامل دي.

د سمیې اوسیدونکو د ادعا له مخې دا برید د بې پیلوټه الوتکې له خوا شوی، خو په خپلواک ډول دا راپور نه دی تائید شوی.

د میدان وردک ولایت د والي ویاند محیب الله شریفزي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې برید تائید کړی او ویلي دي، چې د پیښې د پلټنې لپاره یو پلاوی سمیې ته استول شوی دی.

ښاغلي شریفزي وویل " له بده مرغه تیره شپه لس بجې هوایي برید ترسه شوی، چې اوه تنه یې وژلي دي، خو دا نه ده معلومه، چې څومره شمیر یې ملکي وګړي دي، د دې مسلې د پلټنې لپاره یو پلاوی سیمې ته لیږدول شوی دی".

د میدان وردک ولایت د کابل په جنوب لودیځ کې پروت دی، چې د افغانستان په ناامنه ولایتونو کې شمیرل کیږي.

د ناامنیو د پراخیدو له امله په تیرو میاشتو کې په دغه ولایت کې څو ځله د ملکي وګړو د تلفاتو پیښې شوي دي.

سرپل کې د یوې کورنۍ پنځه غړي ټپیان شوي

دبلې خوا د سرپل ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه په یو هوايي برید کې، چې د دغه ولایت د ګوسفندي په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د یوې نښتې پر مهال شوی، د یوې کورنۍ پنځه غړي ټپیان شوي دي.

د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوال قاري محمد ایوب انصاري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې برید کې یو اته میاشتنی ماشوم، چې د مور په ګيډه وو، هم د بم په چرو وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG