د لاس رسي وړ اتصالات

تیره میاشت ۳۱۶ ملکي افغانان وژل شوي او ۷۵۹ ژوبل شوي ـ راپور


جګړو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب د ملاتړ ډلې وايي تیره میاشت د ملکي وګړو لپاره یوه خونړۍ میاشت وه.
جګړو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب د ملاتړ ډلې وايي تیره میاشت د ملکي وګړو لپاره یوه خونړۍ میاشت وه.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې " سي پي اې جي" په جګړه کې د ښکیلو غاړو ترمنځ ملکي افغانانو ته د مرګ ژوبلې په اړه د جولای د میاشتې په راپور کې ویلي، چې تیره میاشت په جګړو کې ۳۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۵۹ نور ژوبل شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله " سي پي اې جي" چې د تیرو دریو کلونو راهیسې هره میاشت د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه راپور ورکوي، د پنجشنبې په ورځ ( اګست لومړۍ) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د تیرې میلادي میاشتې په اوږدو کې د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړیدلې، چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په کندهار، کابل، غزني او فاریاب ولایتونو کې ملکیانو ته رسیدلې ده.

" سي پي اې جي" د راپور له مخې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د جون په میاشت ۱۹۷ ملکي وګرو ته مرګ ژوبله رسیدلې وه.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې رئیس عزیز احمد تسل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ملکي مرګ ژوبلې په برخه کې د جولای تیره میاشت په تیرو دریو کلونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

ښاغلي تسل وویل " په لومړۍ برخه کې ځانمرګي بریدونه، د سړک د غاړې ماینونه، هاوان مرمۍ او دوهمه برخه کې د حکومت له خوا هوايي بریدونه او شپني عملیات ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې سبب شوي دي".

په افغانستان کې د پسرلي د پیل راهیسې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې پراخه شوي دي.

د جګړو د پراخیدو سره د ملکي وګړو تلفات هم زیات شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي "یومانا" اوړمه ورځ ( زمري اتمه) په جګړه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه په خپل شپږ میاشتنې راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د لومړۍ ورځې د جون د میاشتې تر دیرشمې پورې د ښکیلو غاړو ترمنځ په نښتو کې ۱۳۶۶تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

"یوناما" په دغه راپور کې تر ۵۲ فیصدو پورې د ملکي تلفاتو مسولیت د افغان حکومت پر مخالفو وسله والو ډلو اچولی او د ۳۸ فیصدو مسولیت یې د افغان حکومت د پلوي ځواکونو په غاړه اچولی دی.

افغان حکومت د " یوناما" راپور په کلکه رد کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د " یوناما" راپور په اړه افغان حکومت جدي ملاحظات لري او د دغه راپور د معلوماتو د را ټولولو په برخه کې ستونزې شته دی، چې باید ورته پاملرنه وشي.

XS
SM
MD
LG