د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار پولیسو طالبانو ته د درنې مرګ‌‌‌ژوبلې اړولو اعا کړې


Humvee Afghanistan
Humvee Afghanistan

د کندهار امنیتي مقامات وايي، چې پر میوند ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو د لوی برید مخه نیولې او دغې ډلې ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د وسله والو طالبانو د برید د مخنیوي په په عملیاتو کې د قاطع ملاتړ ماموریت الوتکو هم د افغان ځواکونو مرسته کړې ده.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند څارمن ضیا دراني امریکا غږ - اشنا ته وویل "تېر ماخستن لس بجې، لس ګونو وسله والو طالبانو د میوند ولسوالۍ د کلای ښامېر او سره بغل په سیمو کې زموږ پر امنیتي پوستو بریدونه و کړي او بیا ولسوالۍ ته ځان ورسوي چې له وړاندي زموږ د نیول شویو امنیتي تدابیرو په ترځ کې هغوی تر برید لاندي راغلل ۵۷ وسله وال برید کونکې پکې وژل شوي او جسدونه يې په سیمه کې دي دغه راز يې ۷ موټره هم لمنځه تللي او ۱۶ تنه يې ټپیان دي".

نوموړي په دغو نښتو کې د ۴ پوليسو د وژل کیدو او د ۱۱ نورو د ټپي کیدو تائید هم وکړ.

د هغه پر وینا، په لوړ شمېر کې وسله والو طالبانو چې له بیلابیلو سیمو څخه را ټول شوي وو د میوند ولسوالۍ د سقوط هڅه کوله.

دی زیاتوي په دې اړه امنیتي ادارو له وړاندې معلومات لرل چې له مخې يې وسله وال سیمي ته په رسیدو سره د افغان ځمکنیو قواوو او د قاطع ملاتړ ماموریت د الوتکو تر بریدونو لاندې راغلل.

میوند ولسوالي د کندهار په لویدیځ کې د هلمند ولایت له شمالي ولسوالیو سره نږدې پرته سیمه ده چې تل د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو تر منځ د جګړو شاهده وي.

امنیتي مقامات وايې وسله وال طالبان هڅه کوي چې د میوند ولسوالۍ له لارې د اروزګان، هلمند او کندهار ولایتونو ترمنځ د خپل تګ راتګ لپاره لار پرانیزي چې دوی يې مخه نیولې ده.

وسله والو طالبانو د میوند ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

بلي خواته نن سهار ۸ بجې د کندهار ښار په عمومي جاده کې د ۱۴ حوزې پر پوليسو د ماین په چاودنه کې ۴ پوليس ټپیان شوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG