د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار خرقې شریفې متولیان تر نښتې وروسته بې وسلې شوي


د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د خرقې شریفي په زیارت کې د دو متولیانو ترمنځ په وسله واله نښته کې کوم زیان نه‌دی رامنځته شوی او دواړه لوري بې وسلې شوي دي.

تېر کال د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د خرقې مطهرې د متولیانو د امنیت لپاره ۷۰ تنه د رجال برجسته پوليس په دنده ګمارل شوي.

عیني شاهدان وايي، چې د خرقې شریفې د متولیانو نسیم اخند زاده او مسعود اخند زاده ترمنځ د مالي مسایلو پر سر تر لفظي شخړې وروسته وسله واله نښته رامنځته شوه چې یو ساعت يې دوام وکړ.

مسعود اخند زاده د جنوبي حوزې لپاره د سولې په چارو کې د ولسمشر غني د سلاکار دنده هم لري.

په یاده نښته کې یو پوليس ټپي شوی او نور زیان چاته زیان نه‌دی رسېدلی، خو د وسلو ډزو کندهار ښاریان په اندېښنه کې کړي وو.

تر پېښي یو ساعت وروسته د کندهار د امنيې قومندانۍ د پوليسو له لوري سیمه کلا بنده شوه او دواړي خواوي بې وسلې شوې.

د کندهار د امنيې قومندانۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې پوليسو له دواړو لورو څخه وسلې را ټولي کړې چې پکښې سپکې او درنې وسلې شاملي دي.

اوس د سیمي امنیت د پوليسو له لوري ساتل کېږي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز امریکاغږ اشنا راډیو ته وویل چې د خرقې شریفي د متولیانو ترمنځ د وسله والي نښتې په اړه ولایت مقام یوه پلاوي ته د پلټنو لار ښوونه کړې.

نوموړي په‌دې اړه وويل:"پر ۱۱ بجو نښته وشول او تر څه باندې ۱۲ بجو د متولیانو امنيتي کسان یو بل ته په کمین کې وو وروسته پوليسو مداخله وکړه او اوس یو پلاوی تحقيق کوي."

هڅه مو وکړه چې خپله د خرقې شریفي د متولیانو نسیم اخند زاده او مسعود اخند زاده نظر هم واخلو خو دواړو لورو له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

د خرقې شرقې شریفي د زیارت لپاره ولسمشرۍ ماڼی مستقل ریاست رامنځ ته کړی چې هره میاشت ځانګړې بودیجه ور کول کېږي.

د خرقې شریفي د متولیانو د کورنۍ یوه غړي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي اشنا راډیو ته وويل چې د دو متولیانو ترمنځ وسله واله نښته د یادي بودیجې د ونډي پر سر رامنځته شوې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG