د امریکا د ملي استخباراتو مشر جې کلېټن ویلي چې په هېواد کې د تېرې اونۍ د ټکنالوژۍ پراخې ګډوډۍ له سایبري بریدونو سره تړاو نه لري.
کلېټن د یکشنبې په ورځ [نومبر ۲۲مه] له اې بي سي نیوز سره په یوې مرکې کې وویل: "هغه پېښې چې موږ پدې اونۍ کې ولیدلې، موږ پوهیږو چې همغږي شوې نه وې او په هغه کې کوم [هېواد] ښکېل نه و."
تېره اونۍ د مایکروسافټ د اوټ لوک خدمتونه د لنډ وخت لپاره له خنډ او ځڼد سره مخ شول او د څلور نیم ساعت لپاره په متحدو ایالتونو کې د الوتکو ټول پروازونه ودرول شول.
دغو ګډوډیو پر یونایټډ ایرلاینز او د جې پي مورګن چیس بانکي خدمتونو په شمول د اپل پر خدمتونو او حتی ځېنو امریکايي امنیتي ادارو هم اثر کړی و او دغه حالت د سایبري برید په اړه د امریکایانو اندېښنې زیاتې کړې.
د متحدو ایالتونو د ملي استخباراتو مشر دا ستونزه د انټرنټ د شبکو "ځنډ او کډوډۍ" بولي چې په وینا یي د "سیسټم د ښه کولو او عصري کولو د بهیر" له امله رامنځته شوې وه.
دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي "د سیسټمونو د ښه کولو او عصري کولو پروسه" یوه "بشپړه اړتیا" وبلله.
د امریکا د ملي استخباراتو مشر زیاته کړه چې په هېواد کې د سایبري امنیت د ډاډمنولو لپاره، دولتي ادارې او خصوصي شرکتونه باید خپل سیسټمونه د وخت د اړتیا سره سم عیار کړي.
کلېټن زیاته کړه چې متحده ایالتونه تل د سایبري بریدونو هدف ګرځیدلي اما هغه څه چې بدلیږي د "زبر ځېرکتیا" یا مصنوعي ځیرکتیا د راڅرګندیدو او د کمپیوټرونو د ځواک زیاتیدو له امله د دې بریدونو ماهیت او سرعت دی.
د ملي استخباراتو مشر ډاډ ورکړ چې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې (اېف بي ای) لخوا په ټکنالوژۍ کې د ګډوډیو په اړه څېړنې روانې دي او پایلې به یي ډېر ژر له امریکایانو سره شریکې شي.
فورم \ دبحث خونه