د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن په لیبیا کې وژل شوي سفیر ته د اتل خطاب وکړ


د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن په لیبیا کې د امریکا وژل شوی سفیر کریستوفر سټیفنس د هغه د ډيپلوماسۍ د څرنګوالي په خاطر وستایه او هغه ته یې د یوه قهرمان خطاب وکړ.

میرمن کلنیټن دغه څرګندونې پرون د پنجشنبې په ورځ په واشنګټڼ کې د سټیفنیس او نورو په ویاړ په جوړ شويو مراسمو کې وکړې.

میرمن کلینټن دغه راز وویل چې د امریکا د باندنیو چارو وزرات او ددفاع وزارت په دې هکله پلټنه کوي چې د لیبیا په شان خو به په نورو سیمو کې امنیتي ستونزې موجودې نه وي چې اصلاح ته اړتیا لري.

د لیبیا د پاره د امریکا سفیر او درې نور آمریکایان د روان کال د سپټمبر پر ۱۱ مه نېټه په بنغازي کې په ترهګریزو بریدونو کې ووژل شول.

میرمن کلینټن وویل چې که سټیفن ژوندی وای نو ددغه برید پړه به یې هیڅکله پر عامو لیبیایانو نه وای وراچولې.
XS
SM
MD
LG