د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري کلنټن د فارس خلیج هیوادونو ته په سفر ځي


هیلري کلنټن د فارس خلیج هیوادونو ته په سفر ځي
هیلري کلنټن د فارس خلیج هیوادونو ته په سفر ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن نن د شنبې په ورځ د فارس د خلیج سیمي ته روانه ده چي د ایران د ذروي پروګرام او د عراق د نوي حکومت د ملاتړ د ضرورت په باب خبري وکړي.

هیلري کلینټن په راتلونکو شپږو ورځو کي عربي متحده اماراتو، عمان او قطر ته سفرونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مامورینو د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چي د امریکا خارجه وزیره به د ایران د ذروي پروگرام په باب د بل روڼ خبرو په اړه چي د جنوري په ٢٠ مه په استانبول کي کیږی د خلیج ددغو ملکونو مشرانو ته د امریکا د نظر او توقعاتو په باب معلومات ورکړي. هغوي دا هم وویل چی میرمن کلینټن به په هغو لارو چارو باندي هم خبري وکړي چي د خلیج د ملکونو سره مرسته وسي چي په ښه توگه په ایران باندي د ملګرو ملتو بندیزونه تظبیق کړای سي.

XS
SM
MD
LG