د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: امریکا به د ایران د قوي ګواښ په خاطر د عربو متحدینو قوي کیدو ته ژمن وي


د امریکا خارجه وزیره هلیري کلنتن وایي واشنگتن ، د فارس په خلیج کې د ایران د زیاتیدونکی تهدید له کبله د خپلوعربو انډیوالانو د دفاعي قابلیت قوی کولو ته متعهد دی. خارجه وزیرې هلیري کلنټن د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د واشنگتن او د خلیج د شپږ هیوادونو د شورا ترمنځ غونډې کی وویل امریکا ددغه بلاک ټینگتیا او ثبات ته متعهده ده.

دغې عالي رتبه امریکایی دیپلوماتې، د امریکا او ددغه شورا د غړو ترمنځ د سمندري ستراتیژیو د تقویه کولو او همدغه راز د خلیج د شورا دپاره د راکټونو د دفاعي سیستم د تنظیمولو غږ وکړ . د خلیج دا شپږ هیوادونه بحرین، کویت ،عمان ، قطرسعودي عربستان او متحده عربي امارات دی.

امریکا او د خلیج شورا د ایران د ټینګار با وجود چې وایي اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصد دپاره دی، د ایران د اټمي جاه طلبۍ له کبله اندیښنه څرگنده کړیده.

هلیري کلنټن په ریاض کې، خبري کنفرانس ته وویل چې ایران باید د خپل اټمي پرگرام په هکله ژر ترژره نړیوالې اندیښنې لیرې کړي.

XS
SM
MD
LG