د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: نړیواله ټولنه دې د قرغزستان سره مرسته وکړي


کلینټن: نړیواله ټولنه دې د قرغزستان سره مرسته وکړي
کلینټن: نړیواله ټولنه دې د قرغزستان سره مرسته وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن د قرغزستان د موقتي حکومت سره د امریکا په مرستې او همکارۍ باندې یو ځل بیا ټینګار وکړ خو هغې پدغه ملک کې د قومي تاوتریخوالي پړه په هیڅ کومې ډلې وانه چوله.

میرمن کلنټن دغه څرګندونې پرون د جمعې په ورځ د ډنمارک د بهرنیو چارو د وزیرې لین اسپرسن سره په هغه بحث کې وکړ چې دواړو د افغانستان او قرغزستان په مسایلو خبرې کولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن وویل هغه قومي تاوتریخوالي ته باید چې جدي پاملرنه وشي چې د قرغزستان د پخواني له واکه غورځول شوي جمهور رییس قربان بیګ باقیوف د طرفدارانو لخوا ورته لمن وهل کيږي او د دغه ملک ځیني قرغز امنیتي قواوې هم پکې لاس لري.

خو میرمن کلنټن وویل نړیواله ټولنه باید چې د هر څه نه د وړاندې د قرغزستان د موقتي حکومت د چارواکو سره مرسته وکړي او د هغو بې ځایه شویو ازبکانو سره دې بشري مرستې وشي چې په ګاونډي هیواد ازبکستان کې یې پناه اخیستې ده.

د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن د قرغزستان د وضعې په اړه د ډنمارک د بهرنیو چارو د وزیرې سره خبرې اترې وکړې. په عین حال کې د جنوبي آسیا د هیوادونو په چارو کې د بهرنیو چارو د وزارت مرسیتال رابرټ بلیک هم د ازبکستان سرحدي سیمو ته د سفر کولو نه وروسته د قرغزستان په پایتخت بشکیک کې خبرې پیل کړيدي.

میرمن کلنټن چې د خپل ډ‌نمارکي سیالې سره یې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې، ترینه وپوښتل شول چې آیا د دې امکان شته چې د قرغز امنیتي قواوو به د ازبکو د قوم په شړلو کې لاس لرلی وي او که نه. هغې ورته په ځواب کې وویل چې دا د وخت نه د مخه خبره ده چې د دغه قومي تاوتریخوالي د اصلي سرچینې په اړه نتیجه ګیري وشي.

" میرمن کلنټن وایي ګڼ شمیر عوامل او شرايط موجود دي، خو زمونږ لپاره اوس تر ټولو مهمه دا ده چې د نړیوالې ټولنې سره په ګډه د قرغزستان د موقتي حکومت سره همکاري وکړي تر څو په سیمې کې بیرته نظم برقراره شي او بله دا چې د ازبکستان د حکومت سره هم باید چې په ګډه کار وکړو ځکه چې زیات شمیر ازبکان هلته کډه شویدي. دغو خلکو ته هر څومره ژر چې امکان ولري باید چې بشري مرستې وروسول شي او د هغه نه وروسته به د سیمې د ثبات په اړه خبرې وشي."

میرمن کلنټن دا هم وویل چې د پنجشنبې په ورځ یې د قرغزستان د موقتي جمهور رییسې روضا اوتن بایه او همدارنګه د ازبکستان د جمهور رییس اسلام کریموف سره په ټیلفون خبرې کړيدي.

د پنجشنبې د ورځې نه راپدیخوا امریکا ژمنه کړیده چې د قرغزستان او همدارنګه د ازبکستان په سرحدي سیمو کې به د خلکو سره د 32 میلیارده ډالرو په ارزښت بشري مرستې وکړي.

میرمن کلنټن او میرمن اسپرسن د ملاقات ډیره برخه د افغانستان مسایلو ته ځانګړې کړې وه. د ډنمارک زیات شمیر عسکر د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې ځای پر ځای دي چې پدې تیرو څو میاشتو کې ورته سخته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیرې میرن لین اسپرسن وویل سره لدې چې عسکرو ته یې په افغانستان کې زیات تلفات اوښتي دي خو بیا هم د ډنمارک حکومت د ناټو په مشرۍ د ماموریت ملاتړ کوي.

" کله نا کله زمونږ نه دا خبره هیره شي چې مونږ افغانستان ته د څه لپاره تللي یو، مونږ افغانستان ته د خپل امنیت او خوندیتوب او د ډنمارک او امریکا د ولس د خوندیتوب لپاره تللي یو. که مونږ افغانستان ته نه ؤ تللي نو ترویستانو به په مونږ هم بریدونه کړي وو. او بله دا چې هیڅوک دا نه غواړي چې په افغانستان کې د ضرورت نه پرته د یوې شیبې لپاره هم پاتې شي. خو دا ټول په افغانستان کې د امنیت او د دغه ملک د پرمختګ پورې اړه لري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن بیا پخپل وار وویل چې د افغانستان په زیاتو برخو کې د پاو وړ پرمختګ شویدی، هغې وویل چې د حکومت د کاري وړتیا د پراختیا په برخې کې همدارنګه د کرهڼې، او پوهنې په برخې کې هم کارونه سم شویدي خو پدې اړه زیات څه نه ویل کیږي.

میرمن کلنټن د خپل هغه پلان تایید هم وکړ چې د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې به د کابل په نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي. دغه کنفرانس په کابل کې پدې خاطر جوړیږي چې د لندن د کنفرانس پریکړې پکې وڅیړل شي چې همدې کال په سر کې جوړ شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG