د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن له پاکستان سره د قوي اړیکو لټه کوي


دامریکا خارجه وزیری هیلری کلنټن د پاکستان لپاره د ٥٠٠ ملیونو ډالرو مرستی اعلان کړیدی.

امریکا په دی برخه کی کار کوی چی دپاکستان انډیوالی په گاونډی افغانستان کی د افراطیت خلاف مبارزه کی ترلاسه کړی.

په هغه گډ کنفرانس کی چی د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشی سره په اسلام اباد کی ددوشنبی په ورځ وشو کلنټن وویل د انرژی، اوبو، روغتیا زراعتی پروژو پراختیا به د پاکستان اقتصاد پر مخ بوزی. هغی وویل چی دوی به له پاکستان سره یوقوي شراکت او انډیوالی پر مخ یوسي.

دغه پروژی د مرستی د هغو ٧.٥ میلیارد ډالرو برخه ده چی امریکا پاکستان ته په دی منظور ورکړی وی چی ورته وښیی چی امریکا یوځی د پاکستان ملاتړی له دی کبله نه کوی چی هغوی د طالبانو او القاعدی پرخلاف جنگیږی.بلکه د پاکستانیانو د ژوند ښه کیدو ته هم متعهد دی.

د امریکی د بهرنیو چارو وزیری دغه اعلان نن د پاکستانی چارواکیو سره د ملاقات په وخت کړ.

میرمن کلینتن جنوبی آسیا ته د خپل سفر په ترڅ کی د یکشنبی په ورځ اسلام آباد ته رسیدلی وه ، د هغی د سفر هدف دا دی چی د افغانستان د نهه کلنی جگړی په اهدافو بحث وکړی.

میرمن کلینټن د یکشنبی په ورځ د افغانستان او پاکستان د سوداگرۍ د وزیرانو سره وکتل ، هغوی داسی یو تړون لاس لیک کړ چی امریکا د ډیر وخت نه د پاکستان او افغانستان ترمینځ د دی تړون د کیدو لپاره هڅه کوله.

د امریکی د بهرنیو چارو وزیره به سبا ته کابل ته ولاړه شی چی د افغانستان په اړه د بسپنی ورکونکو په نړیوال کنفرانس کی برخه واخلی.

په دی کنفرانس کی به د اویا هیوادونو استاځی گډون ولری او په هغو مراحلو به وغږیږی چی یاغیان څنگه په ټولنه کی خپل عادی ژوند ته راوگرځول شی او د پراخه اداری فساد مخه څنگه ونیول شی.

امریکایی چارواکی هیله من دی چی په دغه کنفرانس کی د افغانستان د حکومت په هغه پلان باندی غور وشی چی غواړی حکومتداری ښه کړی او په خپل ملک کی ثبات ټینگ کړی.

ټاکل شوی چی برتانیه به په دی کنفرانس کی د افغانستان لپاره په خپلو مرستو کی د څلویښت فیصده زیاتوالی اعلان وکړی.

XS
SM
MD
LG