د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن د خپلو عوایدو په اعلان سره پر ټرمپ فشار زیات کړی


دونالد ټرمپ تر اوسه د خپل مالیاتو اسناد ندي خپاره کړي
دونالد ټرمپ تر اوسه د خپل مالیاتو اسناد ندي خپاره کړي

د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست دپاره د ډموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلینټن پرون د جمعې په ورځ خپل د مالیاتو په هکله معلومات خپاره کړل. په دې معلوماتو کې راغلي چې هغې تیرکال خپل د عوایدو څخه ۳۴،۲ فیصده مالیات ورکړي دي.

په عین حال کې د جمهوري ګوند پرکاندید ډونالډ ترمپ باندې فشار مخ په زیاتیدو دی چې هغه هم خپل د عوایدو او مالیاتو په باره کې معلومات خپاره کړي.

د میرمن کلینټن مرستیال کاندید ټیم کېن هم خپل د عوایدو او مالیاتو په هکله معلومات خپاره کړي دي او په ۲۰۱۵ کال کې يې ۲۰،۳ فیصده مالیات ورکړي دي.

د جمهوري ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ وايي چې د هغه عواید تر حکومتي تفتیش لاندې دي او تر څو پوري چې تفتیش خلاص سوی نه وي دی نسي کولای چې خپل د عوایدو او مالیاتو په هکله معلومات خپاره کړي.

خو د څو میاشتو راهیسې د مالي چارو کارپوهان وايي چې هیڅ داسې قانون نسته چې څوک د خپلو عوایدو او مالیاتو په هکله د معلوماتو د خپرولو څخه منع کړي او دا چې که د چا څخه د مالیاتو د راټولو اداره باسخاس هم کوي بیا هم هغه کس کولای شي چې خپل معلومات خپاره کړي.

دغه کارپوهان وايي چې اوس مهال ټرمپ چې یو سوداګر دی د مالیاتو د معافیت څخه چې ورته ،،ټکس بریک،، ویل کېږي ګټه پورته کوي او د خپلو مالیاتو او عوایدو په هکله معلومات خپرول ښايي دا روښانه کړي چې نوموړی د یوه عام تبعې په اندازه مالیه ورکوي او یا يې هیڅ نه ورکوي.

سټیفن روزینتل چې د بروکینګس ټکس پالیسي په نامه په یوه څیړنیز مرکز کې کار کوي اسوشیټډ پریس خبري آژانس ته یې ویلي دي چې ،، زه داسې فکر کوم چې هغه به یا ډیر لږ او یا هم هیڅ مالیه نه ورکوي. ځکه څوک چې د جایدادونو کاروبار کوي هغوي د مالیاتو د معافیت یا ټکس بریک څخه ګټه پورته کولای شي.،،

په عین حال کې د نیویارک پوهنتون د حقوقو د پوهنځۍ پروفیسر دانیال شویرو د ان پي آر راډیو ته په مرکې کې ویلي دي چې د ټرمپ وکیلانو ښايي هغه ته توصیه کړې وي چې د تفتیش تر بشپړیدو پوري د خپلو مالیاتو او عوایدو په هکله دي معلومات نه خپروي.

XS
SM
MD
LG