د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن او ټرمپ د نیوجرسي انتخابات وګټل

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو په لړ کې نن په شپږو ایالتونو کې دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي په مقدماتي انتخاباتو کې برخه واخیسته. په محلي وخت د شپې تر لسو بجو یوازې د نیوجرسي ایالت د رایو نتیجه معلومه شوې.

د دیموکرات د ګوند مخکښې کاندیدې هیلري کلنټن او د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ وکړی شو چې پدې ایالت کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي.

دغه ایالت ۱۲۶ دیموکرات او ۵۱ جمهوري غوښتونکي استازي لري.

امریکایي مطبوعاتو د استازو د شمیر پر اساس د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن د دیموکرات د ګوند احتمالي کاندیده اعلان کړیده خو د هغې سیال سناتور برني سنډرس بیا ویلي دي چې انتخاباتي مبارزه به یې روانه وي او د ګوند د کنوانیسیون تر نیټې پورې به مبارزه کوي.

د دیموکرات د ګوند کنوانیسیون چې د ګوند وروستی کاندید پکې اعلانیږي، د جولای د میاشتې په پنځه ویشتمې نیټې د فلاډیلفیا په ښار کې کیږي.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند مخکښ او یوازیني کاندید ډانلډ ټرمپ بیا د نیوجرسي په ایالت کې د مقدماتي انتخاباتو تر ګټلو وروسته د نیویارک په ایالت کې خپلو پلویانو ته په وینا کې چې " د جمهوري غوښتونکو په تاریخ کې یوه کاندید دومره زیاتې رایې ندي ګټلې لکه څومره چې نن ما ته خلکو راکړیدي. "

ډانلډ ټرمپ د خپلو پلویانو سره ژمنه وکړه چې راتلونکې اوونۍ به یوه مهمه وینا کوي او د کلنټن د کورنۍ په هکله به داسې معلومات افشا کړي چې "د ټولو به خوښ وي"

ټرمپ د جمهور رئیس اوباما د حکومت د سواګرۍ په ځینو تړونونو هم انتقاد وکړ او وې ویل چې دا تړونونه د امریکا لپاره "ناوړه پایلې لري"

ډانلډ ټرمپ د ګوند د یووالي غږ وکړ او د دیموکرات د ګوند په مخکښې کاندیدې هیلري کلنټن او جمهور رئیس اوباما په حکومت یې سخت انتقادونه وکړل.

ټرمپ د امریکا د انتخاباتو سیستم د درغلیو نه ډګ وګاڼه او په سیاستمدارانو یې تور ولګاوه چې " په لوی لاس یې نظام پدې بڼه ساتلی" ټرمپ وایي سیاستوال هیڅ وخت نه غواړي چې دا نظام بدل شي ځکه چې "پدې کې د هغوي او د هغوي د ملګرو ګټه ده."

ننني مقدماتي انتخابات په کالیفورنیا، مونټانا، شمالي ډکوټا، جنوبي ډکوټا، نیو مکسیکو او نیوجرسي په ایالتونو کې تر سره شول.

This item is part of
XS
SM
MD
LG