د لاس رسي وړ اتصالات

د سي این این تلویزیون نن او پرون


A giant 10 meter (32.8 feet) wide stainless steel disc titled "Sky Mirror", a work of art by British artist Anish Kapoor, is displayed at the Museum of Contemporary Art in Sydney, Australia. The mirror has convex and concave surfaces creating constantly changing images as the sun and clouds in the sky move as well as people passing by.
A giant 10 meter (32.8 feet) wide stainless steel disc titled "Sky Mirror", a work of art by British artist Anish Kapoor, is displayed at the Museum of Contemporary Art in Sydney, Australia. The mirror has convex and concave surfaces creating constantly changing images as the sun and clouds in the sky move as well as people passing by.

سي این این د جون په لومړۍ نیټه خپله شلمه کلیزه لمانځي.

دنولسوه اتیایم کال دجون په لومړی نیټه دامریکا کیبلی خبری تلویزنی شبکې (CNN) په خپرونه پیل کړیدی.

دا دنړۍ لومړی څلیریشت ساعته خبری تلویزنی شبکه ده چې په خپرونه ئې پیل کړی و.

ددغې شبکی موافقه دامریکا دجورجیا دایالت په مرکز اتلانتا کې په محلی وخت دمازدیگر په شپږو بجولاس لیک شوی وه چې لومړی غټ خبرئې دمدنی حقوقو دمشر ورنن جورډان د وژل کیدوخپور کړ.

CNN دا نظر رد کړ چې ټوله ورځ خبرونه په ټاکلی وخت خپریدای شی .په هغه وخت کې چې CNN په خپرونه پیل وکړ، یوازی دروتلویزنی شبکو ABC,CBS NBC خپرونی کولی چې ددی سره دشپی له خوا دیرش دقیقی خپرونه هم ملگری وه .

په لومړی سر کې دا خپرونی څه کم دوه میلونو کسانو په امریکا کې اوریدلی ، اوس ئې شمیر په امریکاکې نهه اتیا میلونو کسانو ته رسیږی او په بین المللی سطحه ئې یوسلو شپیته میلونه کسان اوری.

درابرټ ټیډ ټورنر په نامه یوسوداگر چې دامریکا دجنوب خوله بلل کیده، دCNN دجوړیدو ډبره ایښی وه.

ټورنر دنولسوه اته دیرشم کال دنومبر په نولسمه نیټه په اوهائیو کې زږیدلی واو دخپلی کورنی سره په ماشومتوب کې جورجیا ته تللی وچې هلته ئې پلار دبلبورډ داعلانونو شرکت لاره.

دهغه پلار په ( ١٩٦٣ ) م کال کې خپل ځان پخپله وواژه او دهغه له وژلو نه وروسته ټورنر دغه تجارت پخپل لاس کې واخیست او پراختیا ئې ورته ورکړه. په ١٩٧٠ م کال کې ئې داتلانتا دتلویزن ناکامه سټیشن اخیتسی وچې زاړه فلمونه به ئې خپرول او دغې تلویزنی شبکی بیا په خپرونی پیل وکړاو ټورنر دغه تلویزنی شبکه په یوعالی سټیشن باندی بدل کړ.

دغه سټیشن بیا له مصنوعی سپوږمې له لاری په ټول هیواد کې خپرونی کولی.

ټورنر وروسته بیا داتلانتا دبراویس دبیس بال ټیم او داتلانتا دهاکس دباسکیټ بال ټېم اخستی وو او دخپلی تلویزنی شبکی (TBS) له لاری ئې ددغو ټیمونو لوبی خپرولی.

په ١٩٧٧ م کال کې ټورنر بین المللی شهرت هغه وخت لاس ته راوړ چې دخپلی بیړۍ په چلولو کې کامیابه شوه. دغه مسابقه دامریکا دمشهوره جام لپاره کیده .

CNN په لومړی کال کې تاوان وکړ.

لیکن ټورنر په درسته نړۍ ددغې تلویزنی شبکی دخبری دفترونو تقویه کولو ته همداسی دوام ورکړ او پانگه ئې پکی اچوله او په ١٩٨٣ م کال کې ئې هغه خبری چینل واخیست چې دمصنوعی سپوږمې له لاری ئې خپرونی کولی.

دغه چینل تریوی اندازی پوری د تلویزنی شبکی (ABC) پوری ارتباط لاره او پدی سره ئې د ( CNN) اصلی رقیب له مخی لیری کړ.

بالاخره CNN پدی شهرت پیدا کړچې ددرستی نړۍ پیښی ژوندی خپروی په داسی حال کې چې دوی مهمو نړیوالو شبکوته ماتی ورکړه.

دغې تلویزنی شبکی د١٩٩١ م کال دفارس دخلیج دجنگ په وخت کې پخپلو ژوندی خپرولوسره پوره قوت پیدا کړی و او دنولسوه نوی په لسیزه کې دکیبلی تلویزن د شهرت په زیاتیدو سره د CNNاوریدونکی هم زیات شول.

په ١٩٩٦ م کال کې CNN دټائم وارنر سره یوځای شوچې څلور کاله وروسته بیا دامریکا ان لائن سره یوځای شو. ټیډ ټورنر اوس دچاپیریال دساتلو او سولی مبارز دی چې دهغه په خیریه کوښښونو کې هغه یومیلیارد ډالر تحفه شامله ده چې په ١٩٩٧ م کال ئې ملگروملتونو ته ورکړی وه.



XS
SM
MD
LG