د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ د سي این این د یو خبریال په داخلې بندیز ولگاوه


سپینې ماڼۍ د سي این این په یو خبریال د ولسمشر ټرمپ سره د بحث کولو له کبله بندیز لگولې دی

په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو نه وروسته ولسمشر ټرمپ یوې مطبوعاتي غونډې ته وینا کوله. دغه مهال د سي این این یو خبریال جم اکوسټا د ولسمشر ټرمپ سره د سوال ځواب په موخه تود بحث وکړ چې په نتیجه کې یې سپینې ماڼۍ د جم اکوسټا په داخلې بندیز ولگاوه.

د سي این این خبریال اکوسټا په خپل ټویټر لیکلې دي چې هغه سپینې ماڼۍ ته روان و نو د سري خدماتو یو کارکونکي هغه ته د دننه کیدو اجازه ور نکړه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سینډرز د دغې پیښې نه وروسته یوه اعلامیه خپره کړې وه چې د اکوسټا اجازه نامه یې فسخه کړېده ځکه چې د سه شنبې په ورځ د مطبوعاتي غونډې په مهال هغه د مایکروفون د ځان سره د ساتلو کوښښ کړی و.

پدغه اعلامیه کې دا هم ویل شویدي چې کله د سپینې ماڼۍ یوې کارکونکې د هغه نه د مایکروفون اخیستلو کوښښ وکړ نو هغه یې لاس اخوا کړ.

سي این این وایي چې اکوسټا یې لدې کبله سپینې ماڼۍ ته بند کړیدی چې هغه د ولسمشر ټرمپ نه سخت سوال کړی و.

سي این این په خپل خپور شوې بیان کې په ساره سینډرز تور لگولی دی چې "دروغ یې ویلي دي"

سي این این دا یوه داسې پیښه بللې ده چې په تاریخ کې یې سارې نه لیدل کیږي او وایې چې دا دیموکراسي په خطر کې اچوي.

اکوسټا د چارشنبې په ورځ په سي این این وویل چې هغه دا فکر هم نه و کړی چې لدې کبله به پرې سپینې ماڼۍ ته په داخلې بندیز ولگول شي چې د ولسمشر نه یې د سوال پوښتلو کوښښ وکړ.

XS
SM
MD
LG