سږ کال په ژمي کې د ځینو هیوادونو د هوا د تودوخې درجه په بې سارې توګه ټیټه شوه او د هوا د حالاتو د کارپوهانو په منځ کې یې د ځمکې د اقلیم د بدلیدو اندیښنې یې زیاتې کړې.
سږ کال ژمی په انځورونه کې

۵
د نیویارک ښار د تایمز څلور لاره چې تل ډیره ګڼه ګوڼه لري د سړې هوا له کبله د خلکو تګ او راتګ په کې کم شوی.

۶
د متحده ایالتونو ځیني ګرم ښارونه چې په تیرو لسو کلونو کې واوره په کې اوریدلې نه وه، هوا سړه وه او واوره په کې اوریدلې او د خلکو ژوند کې یې خنډ رامنځته کړی دی.

۷
په واشنګټن دي سي ښار کې هم د جیفرسن د یاد څلي ته نیږدې اوبه هم یخ وهلي دي.

۸
په کاناډا کې چې د کال ډیره برخه هوا سړه وي هم د هوا د تودوخې درجه له معمول حد نه ټیټه او د سانتي ګراد په کچه ۲۷ درجو ته رسیدلې وه.