د متحدو ایالتونو د فدرال څارنوالانو یو کس د کولوراډو د بولډر د برید په تړاو د نفرت په اساس په جرم او د قتل په هڅې تورن کړ او دا برید یې د «یهودیت ضد ترهګریز برید» وباله. په دغه برید کې ۱۲ تنه ژوبل شوي.
څارنوالو وویل چې دا خلک په غزې کې د یرغمل شویو کسانو په اړه د خپلې اونیزې غونډې لپاره راټول شوي وو، چې دغه کس پرې یوه اور ورته کوونکې وسیله وغورځوله او «ازاد فلسطین» چیغې یې وهلې.
نیول شوي کس، چې محمد صبري سلیمان نومېږي او ۴۵ کلن دی، تحقیق کوونکو ته ویلي دي چې له هغه وروسته یې دا اور ورته کوونکي وسیله وکاروله چې د وسلې اخیستلو اجازه ورنه کړل شوه.
چارواکي وايي، چې نیول شوي کس په دغه برید کې دوې وسیلې کارولې او ۱۴ نورې وسیلې یې هم جوړې کړې چې نه یې دي کارولې.
د کولراډو څارنوالانو هم سلیمان په یو شمیر بریدونو او د قتل په هڅې تورن کړی دی. په یوي جنايي دوسیې کې، چې د دوشنبې په ورځ ثبت شوې ده، سلیمان تحقیق کوونکو ته ویلي دي، چې هغه غوښتل په مشخص ډول همدا ډله په نښه کړي، «ځکه چې دا ډله یې بده اېسېدله او باید یې مخه ونیسي چې زموږ ځمکه ونه نیسي. هغه وضاحت ورکړی چې هدف یې فلسطین دی».
سلیمان ویلي دي، چې دغه برید ته یې له یو کال راهېسې چمتوالی نیولی و او اورشېندونکې وسیلې د جوړولو لپاره یې په یوټیوب کې ویدیوګانې لېدلې وې.
مقامات وايي چې سلیمان د مصر دی او د کولوراډو د سپرینګ په سیمې کې یې ژوند کاوه، دا سیمه د بولډر له ښار څخه ۱۶۵ کیلو میتر لېرې ده.
د امریکا د داخلي امنیت مرستیاله ترېشیا مک لاګلین په ایکس کې لیکلي دي، چې سلیمان په «ناقانونه توګه» په امریکا کې اوسېده.
هغې لیکلي دي چې سلیمان د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د سفر په ویزې امریکا ته راغلی و او د هغه ویزه د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې ختمه شوې وه. دغې امریکايي چارواکې ویلي دي چې سلیمان امریکا ته له راتګ څخه یوه میاشت وروسته په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې وه.
د متحدو ایالتونو لوی څارنوال پام بونډي په یوې اعلامیې کې ویلي دي، چې «د عدليې وزارت دغه بهرنی پردی مرتکب د دغه ناوړه برید له کبله د فدرال د نفرت په جرم تورن کړی او د قانون تر وروستي حد پورې به ورسره حساب وکړي.» هغه لیکلي دي: «زموږ دعا له قربانیانو سره او په ټولې نړۍ کې د خپلو یهودي ټولنو سره ده.»
فورم \ دبحث خونه