د زاپوریژیا د سیمې والي د سې شنبې په ورځ (د جولای ۲۱مه) وویل چې د اوکراین په جنوبي برخه کې د روسیې د یو رهبري شوي بم په بریدکې لږترلږه درې کسان وژل شوي او څه باندې دولس کسان ټپیان دي.
د دې ترڅنګ د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په وروستیو بریدونو کې د سوداګریزو بېړیو عمله او ملکي وګړي دواړه زیانمن شوي، او د تور سمندرګي او سرحدي سیمو وضعیت لا پسې ترینګلی شوی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روسیې د توغندیو په برید کې چې د اوکراین د اودیسا له بندره وتونکې "ګولډن لیو" بار وړونکې بېړۍ په نښه کړه، د بېړۍ څلور هندي عمله ووژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.
هند دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې پر سوداګریزو بېړیو او ملکي عملې بریدونه د نړیوالې سوداګرۍ او سمندري تګ راتګ لپاره جدي ګواښ دی.
په ورته وخت کې، روسي چارواکي ویلي اوکراین د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ د مسکو پر لور څه باندې۴۰۰ بې پیلوټه الوتکې توغولې دي. د مسکو ښاروال ویلي چې اکثره ډرونونه شنډ شوي، خو د استوګنې ودانیو او ځینو ملکي تاسیساتو ته زیان اوښتی او لس تنه ټپیان شوي دي.
اوکراین بیا وایي ځواکونو یې د مسکو په سیمه کې د تیلو زېرمتون، لوژستیکي مرکزونه او د روسیې د تش په نامه"غیرقانوني بیړۍ" په نښه کړې دي.
د روسیې د بلګورود سیمې چارواکو ادعا کړې چې د اوکراین د ډرون په برید کې د مسافرو پر یوه بس برید شوی، چې له امله یې پنځه ملکي کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي. اوکراین په دې اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.
دواړه هېوادونه ادعا کوي چې ملکي وګړي په قصدي ډول نه په نښه کوي.
فورم \ دبحث خونه