د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د بیارغونې صندوق سره نږدې ۲.۵ میلیارد ډالره مرسته کېږي


د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې مرستندویو هیوادونو او نړیوالو بنسټونو، د افغانستان د بیارغونې لپاره د مرستو د صندوق کمېټې (ARTF) په غونډه کې، له افغانستان سره د ۲.۴۸۵ میلیارد امریکايي ډالرو د مرستې ژمنه کړې.

وزیر اکلیل حکیمي په یو بیان کې ویلي، چې تیره ورځ (چنګاښ ۴) د افغانستان د بیارغونې د مرستې د صندوق کمیټې په ارګ کې غونډه وکړه.

د ښاغلي حکیمي پر وینا، دغه غونډه چې د مالیې وزارت او د نړیوال بانک په مشرۍ جوړه شوې وه په کې د مرستندویو هیوادونو سفیرانو او د یو شمیر نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود.

د ماليې وزیر ویلي "د دغه صندوق کمېټې، په افغانستان کې د فقر د کچې راټیټولو، د ښو خدمتونو وړاندې کولو او هراړخیز انکشاف لپاره د ۲.۴۸۵ میلیارد ډالرو د مرستې ژمنه کړې".

ښاغلي حکیمې دغه راز ویلي، چې په دې غونډه کې د یاد صندوق کمېټې د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۹ کالونو لپاره د افغانستان د بیارغونې د صندوق د مالي همکاریو د چوکاټ سند تصویب هم کړ.

د ښاغلي حکیمي پر وینا، په دې غونډه کې د افغانستان ملاتړو هیوادونو د مالي اصلاحاتو، اقتصادي ودې او د عوایدو د زیاتوالي په برخو کې د افغان حکومت له لاسته راوړنو څخه هرکلی وکړ او له افغانستان سره یې د خپلو مرستو د دوام ډاډ څرګند کړ.

XS
SM
MD
LG