د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو کمېسيون: طالبانو د خپلو وسله والو مخالفينو د مړو ښخولو مخه نيولې


د پروان د سالنګ او پنجشېر د شتل ولسوالۍ ترمنځ سيمه کې د طالبانو حکومت ضد د ازادۍ جبهې د يو شمېر وسله والو کسانو تر وژل کېدو پنځه ورځې وروسته د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون ادعا کوي چې طالبانو د يادو وژل شوو کسانو له جسدونو سره "غير انساني" چلند کړى دى او د هغوى د ښخولو مخه يې نيولې ده٠

د بشري حقونو دغه کمېسيون چې اوس مهال له افغانستان څخه بهر فعاليت کوي د شنبې په ورځ ناوخته اپرېل ۱۵ (وري ٢٦) په اعلاميې کې ويلي چې طالبانو پدغه هيواد کې له" بشري حقونو څخه پراخې سرغړونې زياتې" کړي دي٠

د طالبانو حکومت ضد د ازادۍ جبهې د اپرېل پر ١١ (وري ٢٢) تائید کړه چې د عبدالبصير اندرابي، فهيم سالنګي، برهان اندرابي، قربان علي بامياني،صبور فاريابي او حسين سمنګاني په شمول د دغه جبهې شپږ تنه وسله وال له طالبانو سره نښته کې وژل شوي دي٠

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون همدارنګه ادعا کړې ده چې طالبانو تر دغه پيښې وروسته د يادو وژل شوو کسانو پر کورنيو باندې بريد کړى دى او يو شمېر غړي يې نيولي دي٠

په اعلاميه کې راغلي: "د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له هغو بنسټونو چې نړۍ، سيمې او افغانستان په سطحه د نړيوالو بشري حقونو د ملاتړ برخه کې ماموريت لري غواړي چې پخپلو غبرګونونو سره په عاجله، جدي او موثره توګه، د ملکي بې دفاع خلکو د حقوقو د نقض مخه ونيسي٠"

پر همدې مهال د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي چې طالبانو يوازې د فهيم سالنګي جسد د هغه کورنۍ ته سپارلى دى٠

د طالبانو ضد دغه جبهې ادعا کړې: "د سره صليب نړيوالې کمېټې هڅو هم کومه نتيجه نه ده ورکړې، پر دې سربېره د طالبانو لخوا د شهيدانو د کورنيو ځورول دوام لري٠"

طالبانو تر دامهاله د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون او ازادۍ په نوم جبهې د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو دفاع وزارت تر دې مخکې ويلي و چې د اکمل اميري په ګډون اووه وسله وال کسان يې د پنجشېر او پروان ولايت تر منځ سيمه کې وژلي دي٠

د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې تر دا مهاله د اکمل اميري وژل کېدل تائید او يا رد کړي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د طالبانو او د هغوى د مخالفينو تر منځ نښتو کې د دواړو لورو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG