د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کرولینا په ایالت کې د کنفډریت بیرغ ښکته کړل شو


د امریکا د جنوبي کرولینا په ایالت کې د لویو لارو د ګزمې د تشریفاتو ځانګړې قطعې نن پدې ایالت کې د کنفډریټ بیرغ راښکته کړ. د پنځوسو کالونو نه زیات وخت کیده چې د جنوبي کرولینا ایالت په مرکز کې د دا بیرغ ځوړند و.

د بیلا بیلو نژادونو په سل ګونو کسانو د بیرغ د راښکته کیدو په مراسم کې د " امریکا ، امریکا " نعرې وهلې. اکثرو خلکو داسې فکر کاوه چې پدې ایالات کې د کنفډریټ د بیرغ لیرې کیدل امکان نلري خو هغوي دغه تاریخي شیبه نن د جمعې په ورځ ولیدله.
یو شیمر خلکو بیا د امریکا ملي بیرغ رپاوه چې ستورې او کرښې پکې ترسیم شویدي.

د جنوبي کرولینا د مرکز په مخکې د بیرغ د لیرې کیدو پلویان او مخالفین دواړه راتول شوي و خو د پلویانو شمیر د مخالفینو په نسبت ډیر و. د تور پوستو امریکایانو یوه وکیل د سې ان ان تلویزیون ته وویل چې " هغه او یو شمیر نورو مبارزینو د دې بیرغ د لیرې کیدو لپاره د شلو کالونو راپدیخوا مبارزه کړیده. "

د همدې مسلې له وجې ګڼ شمیر امریکایي لوبغاړو او فلمي ستورو نه غوښتل چې پدې ایالت کې نندارې وکړي.

د جنوبي کرولینا والي، پرون د پنجشنبې په ورځ یو قانون لاس لیک کړ چې د دې ایالت د مقننه قوې اکثریت غړیو یې ملاتړ وکړ. په قانون کې راغلي چې دغه بیرغ به د ایالتی مرکز د ودانۍڅخه لیري کړل شي او په یوه موزیم کې به کښېښودل شي.

د کنفیډیریت د بیرغ په هکله په دې ایالت کې هغه مهال تاوده بحثونه پیل شول چې یوه سپین پوستي امریکايي تیره میاشت په یوه کلیسا کې ډزې وکړلې او ۹ تورپوستي امریکایان ېی و وژل.

د پېښې وروسته د برید کونکي ، ډیلان روف تصویرونه خپاره شول چې د کنفیډیریت بیرغ یې په لاس کې وو.

د کنفیډیریت بیرغ د امریکا د کورنۍ جګړې پرمهال د هغو ایالتونو بیرغ ؤ چې د غلامۍ طرفداره وو.

XS
SM
MD
LG