د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دعدلېې وزیر په کانگرس کې گواهۍ ورکولو ته حاضرنشو


کین اړخ ته دعدلېې وزیر ویلیم بار او د ولسي جرگې د قضائیه کمېټی رئیس جیرالډ نډلر د نیویارک دموکرات
کین اړخ ته دعدلېې وزیر ویلیم بار او د ولسي جرگې د قضائیه کمېټی رئیس جیرالډ نډلر د نیویارک دموکرات

د متحدو ایالاتو د ولسي جرگې د قضائیه کمیټی رئیس جیرالډ نډلر نن وویل د عدلېې د وزیر ویلیم بار سره به د محاسبې شېبی ډیرې ژر را ورسیږي. د هغه داعمل دموکراسی ته ستر خطر وبلل شو.

نن سهار دامعلومه شوه چی دعدلیی وزیر ویلیم بار نه غواړي کانگرس ته دنورو پوښتنو د ځوابونو لپاره ورشي. په قضائیه جرگې ډیرو دموکراتانو دهغه په دې عمل مایوسی او ناخوښی څرگنده کړله؛ د هغوی په خبرو کې داڅرگنده وه چی دهغه موجودیت په داسی لوړ عدلی مقام کې د شرم ځای دی او دا عمل ېې کانگرس ته په ټیټه سترگه کتل وگڼل شول.

یوشمیر دموکراتانو داهم وویل چی دوی به له جېری نډلر نه غوښتنه وکړي چی دعدلیی وزیر په دې کی پاتی راغی چی د کانگرس مقام ته احترام اواطآعت وکړي،

د هغه داعمل دموکراسی ته ستر خطر وبلل شو.نو پرهغه دې د مدنی بی احترامی او بی اطاعتۍ تور دلگولو غوښتنه وشوه.

یوې بلې دموکراتی وویل دعدلیی دوزیر په خبرو نور باور نشته دی. پکارده موږ په خپله رابرت مولر راوغواړو چی دخپل تحقیقاتی رپوټ په ا ړه توضیحات ورکړي.

دموکراتی شیلاجکسن لي وویل داخبره د یادولو وړده چی موږ به په بیړه د ولسمشر د معزول کولو بهیر پیل نکړو او نه به له دې کارنه بیره ولرو.

پرونۍ پوښتنی او ځوابونه دامریکا په معتبرو رسینو کې د بحث ستره موضوع وه او نن هم ده.

دامریکا دعدلېې له وزیر ویلیم بار نه پرون په کانگرس کې د رابرت مولر د رپوټ د څرنگوالی په برخه کې پوښتنی وشوې. ښاغلی بار د خاص مفتش رابرت مولر دهغه رپوټ په برخه کې له ډیرکلک انتقاد او پوښتنو سره مخامخ شو چی دامریکا په انتخاباتو کې دروسانو د لاسوهنی او له هغوی سره د احتمالی سازش په اړه دی.​

د عدلېې وزیر ویلیم بار ته پرون د سنا په قضائیه کمیټه کې د کانگرس په ماڼې سوگند ورکړل شو چی د رابرت مولر د رپوټ په برخه کې گواهی ورکړي. واشنگټن ډي سي د می اوله ، ٢٠١٩ کال
د عدلېې وزیر ویلیم بار ته پرون د سنا په قضائیه کمیټه کې د کانگرس په ماڼې سوگند ورکړل شو چی د رابرت مولر د رپوټ په برخه کې گواهی ورکړي. واشنگټن ډي سي د می اوله ، ٢٠١٩ کال

د کانگرس د قضائییه کمېټی دموکراتانو پر ویلیم بار تور ولگاوه چی د رابرت مولر رپوټ ېې د روسېې دمداخلی د تحقیقاتو په تړاو په داسی توگه تعبیر کړیدی چی ولسمشر ټرمپ ته گټه ورسوی.

مېزي هیرانو د قضائیه کمېټې دموکراته غړې وايي: ".. تاسې د خپل مقام له هرډول صلاحیت نه کار واخیست، څو داسې فضا منځته راولئ چې گنې ولسمشر دناوړه سلوک او ناوړه اداری چلند نه په حکومتی مسوولیتونو کې پاک گڼل شوېدی.

تاسې د عدلېې وزارت له نفوذ نه د عامه اړیکو په هغو هڅو کې کار واخیست چی له ولسمشر ټرمپ سره مرسته وشی څو هغه خپل ځان خوندي کړي.

دعدلېې وزیر ویلیم بار اول په خپل څلور مخیز لیک کې د مولر درپوټ خلاصه خپره کړله؛ ولسمشر ددغه رپوټ پر بنسټ ځان په بشپړه توگه بري الذمه وباله.

خو په دې اونۍ کې د رابرټ مولر هغه لیک خپورشو چی ویلیم بارته ېې خپله اندېښنه څرگنده کړی وه.

ښاغلی مولر ادعا کوی چی د عدلیی د وزیر ابتدايی رپوټنیمگړی دی او خلک ېې د روسېې د لاسوهنی د تحقیقاتو د نتایجو په برخه کې، په حیرت او تشویش کې اچولي دي.

سناتور کریس کونز، د قضائیه کمېټی دموکرات غړی وايي: "..تاسې اعلان وکړ چی تاسی ولسمشر دپنځه ویشت ورځو لپاره بري الذمه اعلان کړیدی. مخکې له دې نه چې عام خلک دمولررپوټ ولولي، دا د اریانتیا خبره نده چی خاص مفتش مولر فکر وکړ چی ستاسی څلور مخیز لیک په خلکو کې اریانتیا او تشویش پېداکړیدی.

خو د عدلیی وزیر ویلیم بار وايی چی دده پریکړه د مولرد رپوټ دنهايی نتایجو پر بنسټ وه. په دې کې دروسانو سره د سازش اسناد نشته. او ددې کافی شواهد هم نشته چی گنی ولسمشر عدالت تخریب کړیدی. اودا د ولسمشر ټرمپ په گټه و. ویلیم بار د متحدو ایالاتو دعدلی وزیر خله دفاع په دې الفاظو وکړله.

".. ما پریکړه وکړله چی پکارده موږ یوڅه معلومات دنهايی نتایجو په باب خپورکړو. په دې کې د خلکو زښته ډیره علاقه وه چی دمولر د تحقیقاتو په نهايي نتایجو پوه شی.

دکانگرس په دې غونډه کې جمهوری غوښتوونکي سناتور مایک لي وویل د ولسمشر ټرمپ سیاسی مخالفین دمولر له تْحقیقاتو نه داگټه اخلی چی د ولسمشر په برخه کې بې بنسټه ادعا گانې خپرې کړي او د ٢٠١٦ کال د جمهوری ریاست انتخابات مشروعیت ته زیان ورسوي.

XS
SM
MD
LG