د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو دوام


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د ۲۲ ولایتونو په یو شمیر مرکزونو کې، چې د تلې په ۲۸مه په ځنډ پرانیستل شوي او یا تړلي پاتې وو، نن د یکشنبې په ورځ (تلې‌/میزان ۲۹) په کې د ولسي جرګې انتخابات کیږي.

د دغه کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات امریکا غږ – آشنا ته وویل، د دغو مرکزونو شمیر ۲۵۲ ته رسیږي او د سهار له نهو بجو څخه تر ماسپښین مهال به په کې د رایې ورکولو بهیر دوام وکړي.

هغه زیاته کړه "په کابل، دایکندي، پکتیا او همداشان په یو شمیر نورو ولایتونو کې پرون تخنیکي او اداري ستونزې د دې لامل شوې، چې په دغو مرکزونو کې له ستونزو سره مخ شو".

د شنبې په ورځ (تلې/میزان ۲۸) د تخنیکي ستونزو، د رایې ورکولو مرکزونو ته د حساسو انتخاباتي موادو او بایومتریک دستګاو نه رسیدل، د کمیسیون د کارکوونکو نه حاضریدل او په ټاکلي وخت د رایې ورکولو د مرکزونو د نه پرانیستلو له امله، د رایې ورکولو یو شمیر مرکزونه تړلي پاتې شول او په کې انتخابات ونشول.

په هغو مرکزونو کې چې په ځنډ پرانیستل شوي وو، په کې د رای ورکولو بهیر د شپې تر اتو بجو پورې دوام وکړ.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شپې شاوخوا یولس بجې اعلان وکړ، چې له درې میلیونو زیاتو رایې ورکوونکو په انتخاباتو کې ګډون کړی دی.

۸.۸ میلیونه افغانانو د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې، چې څه باندې درې میلیونه یې ښځې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ په ټول افغانستان کې ۱۹۳ امنیتي پېښې شوې دي، چې تر ټولو خونړۍ پیښه یې تیره ورځ له غرمې وروسته په کابل ښار کې ځانمرګی برید وو.

په دغه برید کې ۱۵ پولیس او عام خلک ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG