د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د کروناویروس پراخېدو خلک اندېښمن کړي


کندهار کې تر اوسه کرونا ویروس څلور تنه مړه کړي

د کندهارد روغتیا ریاست چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد ولایت کې د کرونا ویروس ۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په دې سره په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۰۳ ته ورسېدی.

روغتیايي چارواکي همدارنګه زیاتوي چې په کندهار کې ۴ تنه د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شوي هم دي.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست د کرونا د پروګرام مسئول ډاکټر محمد سرور امریکا غږ ته وويل چې په څلورو مړو شویو کسانو کې د بیلا بیلو عمرونو کسان شامل دي.

ده وويل:"په څلورو مړو شویو کسانو کې سپين ږیري او ځوانان دواړه شامل دي تر ټولو د لوړ عمر کس يې ۷۲ کلن او د ټیټ عمر لرونکی کس يې ۳۸ کلن دی، زموږ ټولي پېښي نن ۲۰۳ ته ورسیدې چي ۲۰ يې نن تازه ثبت شوي."

د تیري پنجشنبې په ورځ هم په دې ولایت کې د کروناویروس ۵۳ نوي پېښې ثبت شوي وې.

په کندهار کې د کروناویروس ناروغۍ د چټکې پراخېدو په اړه اندېښنې تر بل هر وخت زیاتي شوي دي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې روغتیايي لار ښوونو ته نه پاملرنه په کندهار کې د کرونا ناروغۍ د پراختیا عمده علت دی چې عام خلک ورته پاملرنه نه کوي.

ډاکتر سرور په دې اړه زیاته کړه:"په کندهار کې ډيرو خلکو ته د کرونا د ناروغۍ علت معلوم دی او هغه دا چې طبي لار ښونو ته خلک پام نه کوي، دوی ته په تکرار ویل شوي چې له ګڼي ګوڼي څخه ځانونه وساتي او پر طبي لار ښوونو باندي عمل وکړي خو خلک پام نه ورته کوي."

په کندهار ښار کې د ګڼي ګوڼي د مخ نیوي لپاره له تیرو درو اونیو راهیسې ښار قرنطین وو خو د روژې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د قرنطین بڼي تغیر کړی.

د کرونا پرضد د مبارزې د ولایتي کمېټې د پریکړې له مخې کندهار ښار به د سهار له پنځو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو پوري پرانیستی وي او تر هغه وروسته به د سهار تر پنځو بجو پوري ګرځ بندیز او ښار هم تړلی وي.

دغه راز د کرونا ناروغۍ د مشکوکو پېښو د معلومولو په طبي لابراتوار کې د جنوبي حوزې په څلورو نورو ولایتونو هلمند، زابل، ارزګان او نیمروز ولایتونو کې د کرونا ۱۳ نوي پېښي هم ثبت شوي چې ۷ يې په نیمروز،۳ په زابل، ۲ په اروزګان او ۱ هم په هلمند ولایت کې ده.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر سهار اپریل۲۵ (غويي۶) پورې ۱۹۵۹۲۰ کسان مړه کړي او تردوو میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG