د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا سره د مبارزې لپاره لارښوونه؛ سګرېټ مه څکوئ


د کرونا ویروس پر وړاندې تر ټولو زیانمن هغه کسان دي چې سیګرېټ څکوي.
د کرونا ویروس پر وړاندې تر ټولو زیانمن هغه کسان دي چې سیګرېټ څکوي.

په امریکا کې د ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول مرکز ویلي چې د کرونا ویروس پر وړاندې تر ټولو زیانمن هغه کسان دي چې سیګرېټ څکوي.

دغه مرکز سګرېټ څکوونکو ته سپارښتنه کړې چې د سیګرټ څکلو عمل پرېږدي.

کارپوهانو ویلي چې د سږو منځ کې کوچني تنفسي برخې د سګرېټو په دودولو له منځه ځي. د دوی په وینا دغه برخې د سګرېټو په پرېښودلو بیا ځلي وده کولی شي.

په سږو کې د دغو تنفسي برخو شتون د هوا دننه ایستل، د بلغم او محاظ ویستلو ته ګتور دي او مرسته کوي چې انسان د عفوني ناروغیو لکه کوید-۱۹ په اسانۍ تېره کړي.

که له سږو بلغم او محاظ ونه ویستل شي په سږو کې سره راټولیږي او د نفس تنګۍ ناروغۍ پیدا کیدلی شي.

د کویډ-۱۹ له کبله تر ټولو ډېر مرګونه له دې امله دي چې ناروغ د سنډروم شدید حالت ته رسیږي خو سږو ته په منظمه توګه د هوا رسېدل د یادې ناروغۍ خطر کموي.

د کویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله دویم تر ټولو لوی خطر د وینې ټینګوالی دی.

یو شمېر ناروغانو باندې د وینې د ټینګوالي له کبله د زره حمله راځي. حال دا چې د سګرېټ څکولو پرېښودل وینه اوبلنه کوي او دغه ګواښ له منځه وړي.

له دې مخکې په چین کې یو څېړنې ښودلې چې په سګرېټو باندې ۱۲،۴ سلنه روږدي کسان د کرونا ویروس باندې د اخته کېدو وروسته سم لاسي مصنوعي تنفس ته اړتیا پیدا کوي او ان ژوند له لاسه ورکوي.

خو دا څېړنه وايي چې هغه کسان چې سګرېټ نه څکوي په سلو کې یوازې ۴،۷ سلنه برخه یې مصنوعي تنفس ته اړتیا پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG