د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کانونو مدیریت د فاسدو کسانو په واک کې دی


د افغانستان د کانونو د څار اداره وايي د دغه هیواد د کانونو ناسم مدیریت به د افغانستان برخلیک له ګواښ سره مخ کړي.
د افغانستان د کانونو د څار اداره وايي د دغه هیواد د کانونو ناسم مدیریت به د افغانستان برخلیک له ګواښ سره مخ کړي.

د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي، فاسده کسان د دغه هیواد د کانونو د مدیریت چارې سمبالوي او که په دې برخه کې اصلاحات رانشي د افغانستان د کانونو چارې به له بحران سره مخ شي.

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې د کانونو د څار د څانګې مسؤول اسدالله زمري د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د ملي یووالي حکومت د لندن او بروکسل په کنفرانسونو کې په شفافه توګه د کانونو د ایستلو په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عملی نه دی کړی.

ښاغلي زمري انديښنه وښوده چې د افغانستان د کانونو ناسم مدیریت د دغه هیواد برخلیک له ګواښ سره مخ کړی او زیاته یې کړه چې روان وضعیت په نتیجه کې به افغانستان د افریقايي هیوادونو له برخلیک سره مخ شي.

هغه وویل "د قانون کمزورتیا او په نورو ډیرو مواردو کې د فساد او خپلسریو په وړاندې د تدابیر نشتون، د کانونو په سکتور کې پراخ فساد، د کانونو په چارو او مدیریت کې چې کوم فاسده چارواکي دي، په خواشینۍ سره موږ اندیښمن کړي یو او هره شیبه د کانونو ستونزه او د کانونو چارې په افغانستان کې د بحران په لور روانې دي".

دا په داسې وخت کې ده، چې افغانستان په ۲۰۰۹ کال کې نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه، چې د افغانستان د کانونو د ایستلو په برخه کې به شفافیت رامنځ ته کړي، خو د شپږو کلونو په تیریدلو سره لا هم په دې برخه کې عملي کار نه دی شوی.

د افغانستان د کانونو د څارنې څانګه وايي، چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او له همدې امله دغه هیواد 'په شفافه توګه د کانونو د ایستلو د ابتکار نړیوالې ادارې' د بشپړ غړیتوب په ترلاسه کولو بریالی شوی نه دی.

د شرکتونو له خوا د افغانستان حکومت ته د مالیې د ورکولو په برخه کې توپیر او د افغانستان د کانونو د څار د څانګې وړاندیزونو ته نه پاملرنه نورې هغه مسلې دي، چې دغه اداره یې اندیښمنه کړې ده.

د افغانستان د کانونو په ایستلو کې فساد او زورواکي د دغه هیواد له اساسي ستونزو څخه شمیرل کیږي.

د ترسره شویو سرویګانو له مخې افغانستان دا مهال تر درې تریلیون ډالرو په ارزښت بیلابیل ډوله کانونه لري، چې په یو شمیر ولایتونو کې په خپل سره توګه د وسله‌والو مخالفینو او زورواکانو له خوا ایستل کیږي.

د افغانستان د کانونو پخواني وزیر داوودشاه صبا چې د روان کال په مارچ میاشت کې یې د کانونو په برخه کې د پراخ فساد له امله له خپلې دندې استعفی ورکړه، د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې د ولسي جرګې وکیلانو ته ویلي وو "په هغه ډول چې موږ نن د افغانستان کانونه مدیریت کوو که مخه یې ونه نیول شي، پرته له شکه موږ به د ناورین په لور یوسي".

ښاغلي صبا دغه راز ویلي وو چې په اوس وخت کې افغانستان د لویو کانونو ایستلو ته چمتو نه دی.

د افغانستان د کانونو وزارت د چارواکو پر وینا لا هم د افغانستان د دولسو ولایتونو په ځانګړې توګه د بدخشان ولایت کانونه د زورواکانو او وسله‌والو مخالفینو له خوا ایستل کیږي.

لا تر اوسه افغان حکومت د افغانستان د کانونو د څار د څانګې د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG