د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان اداري فساد په نړۍ کې دوهم شو


د افغانستان اداري فساد په نړۍ کې دوهم شو
د افغانستان اداري فساد په نړۍ کې دوهم شو

په نړۍ کی هغه ملکونه چی تر ټولو پکی اداری فساد زیات موجود دی ، د جنوبی آسیا یو شمیر ملکونه دی او افغانستان په نړۍ کی دویمه درجه ملک دی چی پکی اداری فساد زیات دی.

په برلین کی دیره د ترانسپرنسی انټرنشنل اداری د اداري فساد په اړه خپل کلنئ رپوټ خپور کړی، دغه رپوټ د ماهرینو او سوداگرو د یوشمیر ارزیابیو په اساس جوړ شوی دی.

دغه ادره وایی چی دنمارک، نوئ زیلاند او سینگاپور په نړۍ کی هغه ملکونه دی چی تر ټولو کم اداری فساد پکی موجود دی.

دغه سروی په ١٧٨ ملکونو کی ترسره شوی او په دی سروی کی د صفر نه تر لسو پوری نمری په نظر کی نیول شوی چی صفر معادل دی درجه اول مفسد ملک راځي،

دغه اداره وایی چی د دی ملکونودریمه برخه د پنځو نه ټیټ وو او تر ټولو ټیټی نمری یعینی تر ټولو مفسد ملکونه په ختیځه آسیا ، مرکزی آسیا او افریقا کی وو.

د ترانسپرنسی انټرنشل ادره، فساد هغه څه ته وایی چی د ورکړل شوی قدرت نه د خپلو شخصی گټو په منظور استفاده وشی.

XS
SM
MD
LG