د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د یو شرکت تر ټولو ستر فساد رسوا شو


 د ناتو اکمالات
د ناتو اکمالات

د سپریم نړیوال لوژیستکي شرکت دوو څانګو منلې ده چې د امریکا دولت سره یې په قراردادونو کې ستر غبن کړې.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي د سپریم د سویس او متحده عربي اماراتو څانګو اعتراف کړی چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو لپاره د خوراکي توکو او د څښاک اوبو د خرڅولو او لیږد په څو قراردادونو کې فساد کړ دی.

د امریکا د بېلابېلو ښارونو د محاکمو له پرېکړو وروسته، سپریم شرکت باید څه باندې ۴۳۴ میلیونه ډالره جریمه ورکړي.

په دغو کې څه باندې ۲۸۸ میلیونه ډالره د جرمې دوسیې د سپینولو او د تر ټولو لوړې جریمې په توګه ورکول کیږي.

څه باندې سل میلیونه ډالره باید د مدنې دوسېې د سپینولو او ۴۸ میلیونه ډالره به د زیان د جبران په توګه ورکړل شي.

۹۶ میلیونه ډالره به د جرمي جرېمې په بڼه او لس میلیونه ډالره به د جرمې ضبط په توګه اخیستل کیږي. سپریم شرکت د دې ټولو پیسو پر ورکړې هوکړه کړې ده.

بېلابېل جراېم

سپرېم شرکت په بېلابېلو جرمونو تورن شوی چې په کښې غبن، جعل، غلا او فساد شامل دي.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي د سپریم شرکت د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ په افغانستان کې مېشتو نړیوالو امریکايي ځواکونو ته د ۸.۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت د خوراکي او نور موادو د خرڅولو او لیږدولو قراردادونه لرل.

په دوو جلا دوسېو کې سپریم شرکت او نورو اړوندو څانګو یې منلې چې په افغانستان کې یې مېشتو امریکايي ځواکونو ته یې د تیلو او مالونو د لاریو د لېږد په برخو کې د امریکا د دفاع وزارت ته د پېسو جعلي بیلونه سپارلي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت د مدني څانګې سرپرست لوی څارنوال آر برنډا ویلي چې "دغې قضیې ته د مدني حل لارې موندل او پرې موافقه، د عدلیې وزارت د هغو روانو هڅو یوه بېلګه ده چې، له هغو قراردادیانو سره حساب او کتاب کوي چې له جنګ نه په خپله ګټه استفاده کوي. وزارت به ټول هغه قراردادیان تعقیب کړي چې قصدآ د مالیه ورکوونکو هغو پيسو ته یې سترګې نیولې چې، حق یې نه کیږي."

د سپریم نړیوال لوژیستکي شرکت د هغوی لویو شرکتونو په ډلې کې راځي چې په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ته اکمالات کوي.

دا په افغانستان کې د یوه خارجي شرکت د فساد تر ټولو ستره دوسیه ده چې بربنډه شوې ده.

په افغانستان کې دننه د فساد تر ټولو ستره دوسیه د کابلبانک ده چې په کښې څه باندې ۹۶۰ میلیونه ډالره په ناقانونه توګه لاس په لاس شول.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG