د لاس رسي وړ اتصالات

د کونټرپارټ مشره: د طالبانو برید افغانستان ته زموږ تعهد نشي ماتولای


د کونټرپارت د موسسې عمومي مشره او اجرایوي رئیسه میرمن ان هیوډک
د کونټرپارت د موسسې عمومي مشره او اجرایوي رئیسه میرمن ان هیوډک

په امریکا کې د کونټرپارټ انټرنشنل لوی دفتر مشره ان هیوډک وايي دوی په افغانستان کې د خپل کار دوام ته ژمن دي.

میرمن هیوډک له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل د دوی د کار عمده هدف د ټولنې د بیوزلو غړو د وړتیاوو لوړول دي او دوی به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ان هیوډک وویل :" کونټر پارټ تل یو غیر انتفاعي سازمان دی. زموږ تعهد دادی چې له خلکو سره د هغوی د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړو. زموږ تمرکز پر سیاسي برخې ندی بلکې موږ له ټولنې سره کار کوو."

د کونټرپارټ مشرې زیاته کړه، دوی د معلولینو، ځوانانو او میرمنو په ګډون د ټولنې له یو شمیر محرمو ډلو او افرادو سره کار کوي څو وکړای شي د ټولنې د یوې برخې په توګه د خپل هیواد د راتلونکې په جوړیدو کې سهم واخیستلای شي.

هغې په کابل کې د مې میاشتې د اتمې برید وغنده او ویې ویل:" کوم بې معني برید چې وشو په متمدنه نړۍ کې هیڅ ځای نلري. دا له اسلام سره هم هیڅ ربط نلري. هغه څه چې د روژې په میاشت کې وشول، ډیر ناوړه وو."

کونټر پارټ څه باندې ۱۲ کاله کیږي چې په افغانستان کې فعالیت کوي او له دې وړاندې پر یاد دفتر هیڅ ډول برید شوی نه وو.

کونټر پارټ انټرنشنل په ۱۹۶۵ کال کې رامنځ ته شوی او د نړۍ د پنځو وچو په څه باندې ۲۰ هیوادونو کې فعالیت کوي. دا موسسه د امریکا د پراختیايي ادارې یو اس اې ای ډي له خوا تمویلیږي.

د یادې موسسې د کابل پر دفتر د چهارشنبې برید د ملګرو ملتونو په ګډون د ګن شمیر سازمانونو او افرادو له خوا غندل شوی دی.

کونټر پارټ
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

XS
SM
MD
LG