د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کرونا وبا شدت او د شکرانې ورځې نمانځنه 


د نیویارک ښار د شکرانې د ورځې د تیر کال رسم ګذشت
د نیویارک ښار د شکرانې د ورځې د تیر کال رسم ګذشت

امریکایان نن پنجشنبه د نومبر ۲۶ (لیندۍ ۶) د "شکرانې ورځ" نمانځي. پدې ورځ په سنتي توګه د کورنۍ غړي هڅه کوي چې په ماښامنۍ کې د یو میز تر شا راټول او د شکر د ادا کولو تر څنګ سره د فیلمرغ غوښه وخوري.

خو سږکال د کروناویروس وبا د نورو پیښو په څیر د شکرانې د ورځې په نمانځنه هم اغیز کړی دی او د امریکا روغتیایي مقاماتو د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر خلک هڅولي چې په کورونو کې پاته شي او له ټولیدو څخه ډډه وکړي.

له کروناویروس دمخه په تیرو کلونو کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د شکرانې د ادا کولو ورځ چې عمومي رخصتي ده د ورزشي سیالیو د کتلو او د نیویارک ښار د شکرانې د ورځې د رسم ګذشت په څیر جشنونو د جوړولو لپاره ښه فرصت و. خو سږکال زیات شمیر دغه ډول پروګرامونه لغو شوي او یا هم محدود شوي دي.

د شکرانې ورځې تاریخچه

د ۱۶۲۱ میلادي کال په مني کې هغه کسان چې د اقیانوس اطلس له بلې غاړې تازه د امریکا وچې ته راغلي وو، درې ورځې یې دسترخوان هوار کړی و چې د حاصلاتو د راټولولو د درمن جشن ونمانځي. دغه پیښه د اکثرو امریکایانو په نزد د شکر کولو د لومړني جشن په توګه انګیرل کیږي چې بومي امریکایانو هم په کې ونډه درلودله.

د شکر کولو او دسترخوان هوارولو میراث څو پیړۍ ژوندی پاته شو تر څو چې ۱۸۶۳ کال په اکتوبر کې جمهور رئیس ابراهام لینکن د نومبر د میاشتې وروستۍ پنجشنبه د شکرانې ملي ورځ اعلان کړه. بیا جمهور رئیس فرانکلین روزولت هم په ډاګه کړه چې د نومبر د میاشتې څلورمه پنجشنبه دې د امریکا په متحده ایالاتو کې د شکرانې ملي ورځ وي.

پداسې حال کې چې امریکایي کورنۍ پدې ورځ د فیلمرغ خوښې خوري ددې ورځې یو لرغونی او سنتي رواج د "فیلمرغ بخښل" دي چې د امریکا جمهور رئیس هغه پر ځای کوي او د ماښامنۍ لپاره ددغه ژوي له وژلو ډډه کوي او فیلمرغ خوشې کوي.

د شکرانې د ورځې په سبا چې د جمعې ورځ وي د امریکا په متحده ایالاتو کې د پلور او پیر ستر لیلام وي. پدې ورځ چې د "توره جمعه" هم یادیږي، پلورنځایونه د پنجشنبې د نیمې شپې څخه پرانستې وي او حتا یو شمیر مشتریان ټوله شپه د پلورنځیو د دروازو تر شا تیروي.

خو سږکال د کروناویروس د خپریدو په وجه تمه ده چې د تورې جمعې په ورځ د تیرو کلونو په څیر ګڼه ګوڼه نه وي او اټکل شوی دی چې زیات شمیر مشتریان مغازو ته د تګ پر ځای په آنلاین توګه هغه محصولات چې ارزان شوي واخلي.

XS
SM
MD
LG