د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کروناوېروس ضد واکسین د فوري وېشلو تکل لري 


د امریکا فدرال حکومت به د ناروغیو د وقایې او کنټرول ادارې د سپارښتنو له مخې، د هر ایالت د واکسین برخه بېلوي. 
د امریکا فدرال حکومت به د ناروغیو د وقایې او کنټرول ادارې د سپارښتنو له مخې، د هر ایالت د واکسین برخه بېلوي. 

د امریکا حکومت په پام کې لري چې د کروناوېروس ضد واکسین د استفادي د جواز له صادرېدو یوه ورځ وروسته، ددغه واکسین وېشل پیل کړي.

د رویترز خبري آژانس لیکلي چې د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو او د دفاع وزارتونو چارواکو د چهارشنبې په ورځ، سپټمبر ۱۶مه (وږي ۲۶مه) ایالتونو ته د واکسین د وېشلو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي دي.

یوه چارواکي ویلي چې د جواز له صادرېدو وروسته، دوي غواړي چې په ۲۴ ساعتونو کې د واکسین د تطبیقولو مرکزونو ته د کروناوېروس ضد واکسین ولېږي.

د امریکا فدرال حکومت به د ناروغیو د وقایې او کنټرول ادارې د سپارښتنو له مخې، د هر ایالت د واکسین برخه بېلوي.

داسې ښکاري چې د واکسین د وېشلو لپاره به د امریکا حکومت هغه لارښونې عملي کړي چې د یو شمېر متخصصانو لخوا ترتیب شوي دي؛ ځکه چې په سر کې به د واکسین شمېر کم وي او په یو وخت کې به ټولو خلکو ته ورنکړل شي.

امریکايي چارواکو ویلي چې یو کم شمېر واکسین به د روان کال تر ډېسمبر میاشتې پورې تولید شي او د ۲۰۲۱ کال تر لومړیو میاشتو پورې به په ټوله امریکا کې یې مقدار زیات شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې په راتلونکو اونیو کې به له کروناوېروس ضد واکسین څخه استفاده پیل شي.

امریکايي چارواکو ویلي چې خلکو ته په وړیا ډول د واکسین د ورکولو پر طرحې همداوس کار روان دی.

XS
SM
MD
LG