د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس سره مبارزه؛ ټرمپ د ځېنو درملو پر کارولو ټینګار کوي


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا د کروناویروس د درملنې لپاره د ملاریا، د یوه ډول جلدي ناورغۍ او د مفصلونو د ناروغیو د درملو پر کارولو ټینګار کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۵] په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې "څه به له لاسه ورکړئ؟" د ولسمشر اشاره د هاېډروکسي کلورکین درملو کارولو ته وه.

ولسمشر ټرمپ کلورکین "ډېر قوي او ځواکمن درمل وبلل...چې خلک نه وژني".

د امریکا ولسمشر وایې چې خلک مري او د درملو پر آزمویلو د کلونو د تېرولو لپاره وخت نشته.

د خوړو او درملو سازمان وایې چې په بېړني ډول یې د کلورکین د تجویزولو سپارښتنه کړې ځکه چې د کروناویروس د درملنې لپاره بل ډول دارو نشته.

اټکل کېږي چې په امریکا کې به د مړو شمېر زیات شي. ولسمشر ټرمپ راتلونکې دوه اونۍ خطرناکې بولي.

د امریکا پوځ له زرو زیات روغتیايي مامورین ګمارلي دي. د نیویارک د جاکوب جاوېټس مرکز به د ۲۵۰۰ بسترو په شفاخانې بدل شي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر وایې چې دا به په "متحدو ایالتونو کې لوی روغتون وي چې پوځ به یې اداره کوي".

همداوس د سمندري قواوو یوه روغتیايي کښتۍ په نیویارک او بله یې په لاس انجلس ښارونو کې ده.

سپينه ماڼۍ وایې چې د کروناویروس سره د مبارزې په کار کې د پرمختګ څرک ښکاري.

د عیسیویانو د سپیڅلي اختر یا اېستر له نږدې کېدو سره جوخت ولسمشر ټرمپ له ولسونو غواړي چې د روغتيايي مامورینو کار وستايي او هغوي ته دعا وکړي.

XS
SM
MD
LG