د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز په برید کې د ګڼو "ملکیانو د وژلو" ادعا شوې ده


د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، وژل شوو کسانو له ۱۲ کلونو څخه تر ۱۸ کلونو عمرونه درلودل.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، وژل شوو کسانو له ۱۲ کلونو څخه تر ۱۸ کلونو عمرونه درلودل.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله (سي‌پي‌اې‌جي) وايي، چې د دغې ډلې لومړنۍ څیړنې ښيي، چې د کندز په برید کې" ۵۰ ملکي افغانان" وژل شوي دي.

د دغې ډلې یو غړي عزیز احمد تسل امریکا غږ ته وویل، چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د بمبارۍ په نتیجه "۶۰ تنه نور ټپیان" شوي دي. د ښاغلي تسل پر وینا، "وژل شوو کسانو له ۱۲ کلونو څخه تر ۱۸ کلونو عمرونه" درلودل.

هغه وویل "زموږ تحقیقاتي ټیم همالته تللی، څیړنه کوي. ابتدایي شمیرې چې زموږ لاس ته راغلي ښيي، چې په دې کې ۵۰ کسان شهیدان شوي، چې هغه زیاتره ماشومان دي".

ښاغلي تسل ونه ویل چې دا ارقام یې څنګه ترلاسه کړي دي؟ ایا د دوی ډلې هلته تللي د وژل شویو کسانو قبرونه یې لیدلي دي؟ له کورنیو سره یې خبرې کړي دي؟ او څنګه یي دومره ژر دا ارقام پیدا کړل؟

دغه ډله معمولآ په افغانستان کې د ملکیانو پر تلفاتو راپورونه خپروي چې ډېر کله د مطبوعاتو د راپورونو له مخې ارقام خپروي. دا په داسې حال کې ده چې یوناما او افغان حکومت لا په دې اړه خپل تحقیقات نه دي اعلان کړي.

دغې ډلې همداراز د حکومت له وسله‌والو مخالفینو غوښتي چې ولسي وګړي دې خپل سپر نه ګرځوي او په هغو غونډو کې چې ملکي وګړو په کې ګډون کړی وي، له ورتلو ډډه وکړي.

د افغانستان د دفاع وزرات د سې‌شنبې په ورځ رسنیو ته د دشت ارچي د برید ویډیوګانې او عکسونه وښودل، چې په کې په وسلو سمبال کسان لیدل کیدل. د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش خبریالانو ته وویل، دغه کسان د وسله‌والو طالبانو د ډلې مهم غړي وو.

ښاغلي رادمنش د وژل شوو جیګپوړو طالبانو د نومونو یو نوم‌لړ هم خپور کړ چې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي وو. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، دوی ته د رسیدلو اطلاعاتو پر بنسټ، ولسي وګړي په دغې غونډه کې ګډون کولو ته اړ شوي وو، خو زیاتوي چې دا خبر تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې نه دی تائید کړی.

دغې ډلې د جګړې له ښکیلو غاړو څخه غوښتي، چې د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره خپلو غونډو ته د مدرسو او ښوونځیو زده‌کوونکي ورونه‌بولي او یا هغوی په غونډو کې د ګډون لپاره اړ نه کړي.

که څه هم لا تر اوسه په دغه برید کې ملکي افغانانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمیره څرګنده نه ده، خو د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د ملي امنیت د شورا غړي جنرال خدایداد هزاره په مشرۍ یو پلاوی ته دنده سپارلې چې په برید کې د ملکي تلفاتو په اړه پلټنې وکړي.

XS
SM
MD
LG