د لاس رسي وړ اتصالات

په لومړي ځل په افغانستان کې د کوڅې شل بالیزه کرکټ وشو


په لومړي ځل په افغانستان کې د کوڅې شل بالیزه کرکټ وشو
په لومړي ځل په افغانستان کې د کوڅې شل بالیزه کرکټ وشو

د کرکټ د يوې نوې بڼې يعنې د کوڅې شل بالیزه يا سټريټ ټونټي بال کرکټ په لومړي ځل په افغانستان کې د لوبې سپورټي روزنيزې مؤسسې له خوا د خوست په ولايت کې وشو، دا نوې بڼه کرکټ د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا منل شوی او له نور عادي کرکټ سره خورا زيات توپیر لري.

په دې کرکټ کې دوه لوبډلې وي او هره لوبډله له شپږ لوبغاړو مشتمله ده، په دې ډول کرکټ کې يو اوور څلور باله حسابيږي او د يوه ټيم هر لوبغاړی بايد څلور باله يعنې يو اوور وکړي خو ويکټ کيپر ته د بولينګ اجازه نشته او په مقابل کې ويکټ کيپر بايد د خپلې لوبډلې د بېټينګ په پړاوو کې لومړی بېټينګ ته راوځي يعنې اوپنينګ بايد وکړي.

وايډ په درېيو منډو حسابيږي او که بېټسمين شپږه ووهي نو سوځي ولې د شپږې منډې يې د خپلې لوبډلې په نفعه ګڼلې کيږي، نور اصول يې د عادي کرکټ غوندې دي.

پدې ټورنمنټ کې دوولس لوبډلو برخه اخېستې وه او پايلوبې ته د باختر رڼا عالي ليسې او شهيد محمد داود خان د ليسې لوبډلې ووتې او پايلوبه د باختر عالي ليسې لوبډلې وګټله او پدې توګه دا ليسه په افغانستان کې ددې ډول کرکټ لومړنۍ اتله لوبډله ګڼلې کيږي.

ددغه روزنیزې ډلې مشر زراب شاه زهير وايي ددې کرکټ ليدو ته په زرګونو خوستي تماشه چيان راتلل او په وينا يې چې په زړه پورې لوبې وې، ښاغلی زهير زیاتوي دا کرکټ بيخي نوی دی، خو په زړه پورې، اي سي سي سره رسميت لري او دوی په دې وياړي چې دا ډول کرکټ په افغانستان کې دو دوي.

په ورته وخت کې کرکټ بورډ هم وايي چې له هرې لارې وي دوی به په افغانستان کې د کرکټ پرمختګ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

دغه بورډ وايي چې په ګڼو ولایتونو کې د ښوونځیو په کچه کرکټ هم پیل کړی.

XS
SM
MD
LG