د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ لوبډله کاناډا ته روانه شوه


افغان کرکټ لوبډله کاناډا ته روانه شوه
افغان کرکټ لوبډله کاناډا ته روانه شوه

دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله دانټرکانټینټل کپ په لومړنۍ سیالۍ کې د ګډون په موخه نن کاناډا ته روانه شوه .

ملي لوبډله به خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه د اګست د میاشتې په دوهمه نیټه له کاناډا سره پیل کړي او تر پنځمې نیټې به دوام ومومي.

دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د اګست په اوومه ، او دریمه یو ورځنۍ لوبه د اګست دمیاشتې په نهمه نیټه له کاناډا سره تر سره کړي.

د اګست په ۱۱مه او ۱۲مه د ټورانټو په ښار کې له دوو شل اووریزو لوبو سره به افغان لوبډله خپل د کاناډا دوره پای ته ورسوي.

د افغانستان کرکټ بورد اجرایوي رییس نسیم الله دانش وایي افغان لوبغاړو ددې لوبې لپاره په سریلانکا کې پنځلس ورځني تمرینونه کړي او پوره چمتوالی لري.

XS
SM
MD
LG