د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان الف کرکټ لوبډله اماراتو ته ځي


د افغانستان الف کرکټ لوبډله اماراتو ته ځي
د افغانستان الف کرکټ لوبډله اماراتو ته ځي

د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډله په عربي متحده اماراتو کې د ابوظبي، دوبۍ او شارجې کرکټ لوبډلو سره لوبې کوي

الف لوبډله به په دې سفر کې اته(۸) لوبې کوي چې ۳ شل اوریزې، ۲ دوه ورځینۍ او ۳ یورځینۍ لوبې پکې شاملې دي

فضل رحیم نیازی( کپتان)، اول خان، نجیب ترکی، شکور ذکي( مرستیال کپتان)، علي بهزاد، رحمت شاه، شیر خان، عبد العادل، عمران خان، نصرت قریشي، لعل خان، نسیم خان، عبید کنړی، خوشحال خان. مرستندویه لوبغاړي: دولت ځدران، حمزه هوتک، ضیا الحق

لوبډله د ډیرو تخنیکې، معیاري او د سیالیو وروسته جوړه شوې ده، د الف لوبډلې دوه لوبډلې زمری او پړانګ افغان کرکټ بورډ د پاکستان هیواد ته استولې وې چې زمري د ۴ څخه ۴ او پړانګ د ۶ څخه ۴ وګټلې.

په همدې اساس کوم لوبغاړي چې ښه ځلیدلي و د مڼډو د کتاب له مخې یې د افغانستان الف ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړې ده

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر حامد شینواري رسنیو ته وویل "افغان کرکټ بورډ هرې افغان کرکټ لوبډلې ته لوبغاړي د خپل استعداد له مخې غوره کوي، د هیڅ چا حق نه خوړل کیږي او نه بل چاته ورکول کیږي، موږ د دې ملت او کړیدلې اولس لپاره کار کوو د هیڅ چا واسطې نه منو هر لوبغاړی چې ښه وځلیږي جګې سترګې به د افغانستان لپاره لوبه کوي او مخکې به ځي".

افغان الف لوبډله به د دې میاشتې په دریمه اونۍ کې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي، تر اوسه داسې اټکل کیږي چې لومړۍ لوبه به یې د جنورې په ۲۵ نېټه پېل شي

د افغانستان الف کرکټ لوبډله اماراتو ته ځي
د افغانستان الف کرکټ لوبډله اماراتو ته ځي

بل پلو په ننګرهار کې د افغانستان د زونونو ترمنځ د کرکټ سیالیو اتلولي د بسټ لوبډلې ترلاسه کړه.

په ننګرهار کې د زونونو تر منځ دوه ورځینۍ سیالۍ پای ته ورسیدلې او د افغان کرکټ ۵ زونونو لوبډلو څخه د بست زون لوبډله د سیالۍ اتله لوبډله شوه.

د دې سیالۍ پای لوبې ته د بند امیر او بست زون لوبډلو لاره پیدا کړی و چې لومړی لوبه د بند امیر لوبډلې پېل کړه، په لوموړۍ پاڼۍ کې د بست لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو ۱۲۳ منډې وکړي.

بست په لومړۍ پاڼۍ کې په توپوهنه پېل وکړ او د بن امیر لوبډلې ته یې په ۶۰ اورونو کې ۲۵۲ منډې وکړې، په دې اساس د بست لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ ټولې نمرې خپلې کړې او ۱۶۹ منډې د بند امیر لوبډلې څخه مخکې شوه.

په لومړۍ پاڼۍ کې د بست د لوبډلې توپوهنکې حافظ خان ۱۲۳ منډې وکړې، همداراز د توپ اچونې په ډګر کې قیام خان ۴ او عزت الله خان ۳ ویکټې واخستلې.

په دویمه پاڼۍ کې د بند امیر لوبډلې ۱۲۲ منډې وکړې چې په دې شکل سره د بست زوون لوبډلې ته د بند امیر زوون لوبډلې د یوې پاڼۍ هدف په دوو پاڼیو کې پوره نشو کړای او د بست زون لوبډلې د افغان دوه ورځینۍ سیالۍ اتلولي خپله کړه.

د پایلوبې غوره لوبغاړی د بست زون لوبډلې لوبغاړی حافظ خان شو چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۱۲۳ منډې جوړې کړې وې.

د زونونو ترمنځ په دې سياليو کې، د ختيځ زون د سپين غر لوبډلې، د مرکزي زون د بند امير لوبډلې، د سوېل ختيځ زون د مس عينک لوبډلې، د سوېلي زون د بست لوبډلې او د شمال زون د امو لوبډلې، برخه اخيستې وه.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کرکټ دوه ورځینۍ سیالۍ ترسره کیږي، په دې سیالۍ کې چې هر لوبغاړی ښه ځلیدلی وي د افغان کرکټ ملي اکاډمۍ لوبډلې ته به لاره پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG