د لاس رسي وړ اتصالات

رونالډو: د نړیوال جام پیل زموږ په خوښه ونشو، راتلونکو لوبو ته منتظر شئ

د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام په ګروپي سیالیو کې د چهارشنبې په ورځ (جون ۱۷) د پرتګال او کانګو دیموکراتیک جمهوریت ترمنځ د لوبې د ۱-۱ مساوي کېدو وروسته، د پرتګال د فوټبال لوبډلې کپتان کرستیانو رونالډو ویلي چې په نړیوال جام کې یې لومړنۍ لوبه هغسې نه وه چې تمه یې کوله.

د فوټبال دغه ۴۱کلن ستوري، په خپل ایکس حساب کې په یو بیان کې، له خپلو مینه والو غوښتي چې باید راتلونکي لوبو ته یې منتظر شي.

رونالډو لیکلي، "دا هغسې پیل نه و چې موږ غوښت، خو خبره لا پای ته نده رسېدلې. باید منتظر شئ او پر راتلونکو لوبو تمرکز وکړئ."

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت له ۵۲ کلونو وروسته نړیوال جام ته راستون شوی دی. ددې لوبډلې مینه والو له پرتګال سره د لوبې په مساوي کولو خوښي ښودلې.

د کانګو په بوکاوو ښار کې مینه والو وویل چې دا پایله د دوی له تمې لوړه وه، ځکه ډېرو کسانو د پرتګال د اسانه بریا وړاندوینه کړې وه.

کانګو په K ګروپ کې له پرتګال، کولمبیا او ازبکستان سره یوځای ده. د پرتګال په وړاندې چې په دې ګروپ کې ترټولو لوړ مقام لري، د یو پواینټ ترلاسه کولو له کانګو سره بل پړاو ته د رسېدو هیلې پیاوړې کړې دي.

کانګو اوس خپل پام د جون په ۲۳مه له کولمبیا او د جون په ۲۷مه له ازبکستان سره سیالیو ته اړولی دی. او مینه وال یې هیله لري چې د پرتګال پر وړاندې مساوي پایله به یې د راتلونکي پړاو ته د رسېدو لپاره بنسټ وګرځي.

د کولمبیا او ازبکستان لوبه

د چهارشنبې په ورځ، په Kګروپ کې بله لوبه د کولمبیا او ازبکستان ترمنځ وشوه.

په نړیوال جام کې د کولمبیا ددغه لومړنۍ لوبې په ورځ ددې، د کولمبیا د لوبډلې زرګونه مینه وال چې ددې لوبډلې ژیړ رنګه کمیسونه یې اغوستي وو ، د مکسیکو ښار په لارو کوڅو او رستورانونو کې راټول شوي وو.

د مکسیکو ښار په مشهور ازتیکا لوبغالي کې دا لوبه ۳-۱ د کولمبیا په ګټه پای ته ورسېده.
ډانیل مونوز د لوبې په ۴۰مه دقیقه کې د لوئیس دیاز د پاس په مرسته لومړی ګول وواهه. ازبکستان بیا د عباس‌بیک فیض‌الله‌یف د نړیوال جام د لومړي ګول په وسیله لوبه د لنډ مهال لپاره مساوي کړه، خو وروسته لوئیس دیاز او جامینټن کامپاز ګولونه ووهل او د کولمبیا بریا یې یقیني کړه.

کولمبیا په مکسیکو ښار کې له ازبکستان څخه لوبه ۳-۱ وګټله.
کولمبیا په مکسیکو ښار کې له ازبکستان څخه لوبه ۳-۱ وګټله.

هري کېن د انګلنډ بری یقیني کړ

د انګلنډ د فوټبال ستوري او د ملي لوبډلې کپتان هري کېن د چهارشنبې په ورځ د دوو ګولونو په وهلو سره له خپلې لوبډلې سره مرسته وکړه چې کروشیا ته ۴-۲ ماتې ورکړي او دا نړیوال جام په بري پیل کړي.

کېن د لوبې په ۱۲مه دقیقه کې د پنالټۍ له لارې لومړنی ګول وواهه. خو ۲۴ دقیقې وروسته د کروشیا مارتین باتورینا د انګلنډ د منځنۍ کرښې د لوبغاړو له تېروتنو ګټه واخیسته او داسې شاټ یې وکړ چې ګول ساتونکي جورډن پیکفورډ لاس ور ورساوه، خو مخه یې ونه شوای نیولای. له دې ګول سره لوبه مساوي شوه.

هري کېن د کورشیا په خلاف دوه ګولونه ووهل او لوبه ۴-۲ د انګلنډ په ګټه پای ته ورسېده.
هري کېن د کورشیا په خلاف دوه ګولونه ووهل او لوبه ۴-۲ د انګلنډ په ګټه پای ته ورسېده.

د لوبې په ۴۲مې دقیقې کې، کین د ډیکلان رایس د کارنر شوټ څخه په استفادې په سر ګول وواهه. کېن له دې ګول سره د نړیوال جام په سیالیو کې د انګلنډ د ۱۰ ګولونو ریکارډ، چې وړاندې یوازې د ګیري لاینکر په نوم و، برابر کړ.

کروشیا د لومړۍ نیمایي د اضافي وخت په پنځمه دقیقه کې د یو ګول په وهلو یو ځل بیا لوبه ۲-۲ مساوي کړه. د انګلنډ لوبغاړو د لوبې په دهمه نیمايي کې دوه نور ګولونه ووهل او د خپلې لوبډلې بریا یې یقیني کړه.

له دې بریا سره انګلنډ د L ګروپ په سر کې ځای نیولی دی. په دې ګروپ کې د چهارشنبې په ورځ ګانا وکولی شول چې پاناما ته د صفر په مقابل کې په یو ګول ماتې ورکړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG