د لاس رسي وړ اتصالات

د هانتاویروس د خپرېدو له ویرې په سمندر کې ایساره شوې بیړۍ

 هغه بیړۍ چې د هنتا ویروس د لا خپریدو د مخنیوي په موخه د اتلانټیک سمندر کې ، د کیپ ورډ سواحلو ته نږدې ایساره ساتل شوې ده.
هغه بیړۍ چې د هنتا ویروس د لا خپریدو د مخنیوي په موخه د اتلانټیک سمندر کې ، د کیپ ورډ سواحلو ته نږدې ایساره ساتل شوې ده.

وروسته له هغې چې د موږکانو له لارې د لېږدېدونکي هانتاویروس د خپرېدو له امله په یوې تفریحي کروز بېړۍ کې درې مسافر مړه شول، او لږ تر لږه څلور نور ناروغ شول، او نړیوال روغتیايي غبرګون راوپارید. دا پداسې حال کې ده چې یوه بېړۍ چې شاوخوا ۱۵۰ کسان پکې سپاره و، ددې ناروغې د لا خپریدو د مخنیوي په موخه د اتلانټیک سمندر کې ، د کیپ ورډ سواحلو ته نږدې ایساره ساتل شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ وویل چې دوی شک لري ښايي د هالنډ تر بیرغ لاندې بېړۍ کې د خلکو تر منځ د انسان نه انسان ته ویروس انتقال شوی وي، خو ټینګار یې وکړ چې د عامو خلکو لپاره خطر لا هم ټیټ دی.

ټولټال اوه تایید شوې پېښې ثبت شوې دي. لومړی یې یو ۷۰ کلن هالنډی نارینه و چې د اپرېل په ۱۱مه د تبې، سر دردۍ او لږه نس ناستي په شان د نښو نښانو او بیا د تنفسي ستونزو له امله مړ شو. وروسته بیا د هغه ۶۹ کلنه مېرمن، چې په بېړۍ کې ناروغه شوې وه، د اپرېل په ۲۶مه دجوهانسبرګ په یوه روغتون کې مړه شوه. هغه د هالنډ پر لور د سفر پر مهال په هوايي ډګر کې بې هوشه شوې وه. تر هغې وروسته بیا یوه جرمنۍ میرمن چی پنځه ورځې وړاندې یادې نښې نښانې پکې څرګندې شوې وې د مې په ۲مه په بېړۍ کې مړه شوه.

پدې برسیره یو بریتانوی اوس هم په جوهانسبرګ کې د جدي پاملرنې او عاجله څانګه کې بستري دی او درې نور ناروغان چې تبه یا د معدې ستونزې لري، لا هم په بېړۍ کې دي.

هانتاویروس داسي یو ویروس دی چې زیاتره د اخته شوو موږکانو د ادرار او یا فاضله موادو له لارې خپرېږي. د دې ناروغۍ لپاره ځانګړې درملنه یا درمل نشته.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو په وینا، د سږو له سنډروم سره تړلو پېښو کې تر ۳۵٪ پورې د مړینې لامل کېدای شي.

د کیپ ورډ چارواکو مسافرو ته د ښکته کېدو اجازه نه ده ورکړې. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې پلان دا دی چې بېړۍ د هسپانیا د کانري ټاپوګانو پر لور ولاړه شي، خو مادرید ویلي چې تر اوسه یې دا اجازه نه ده ورکړې او د نورو معلوماتو په تمه دي. هسپانوي چارواکو زیاته کړې چې د وبا پېژندنې یو ټیم به په بېړۍ کې د روغتیايي وضعیت پلټنه وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په بېړۍ کې هېڅ موږکان نه دي موندل شوي، او څېړونکي باور لري چې ښايي لومړنۍ ناروغۍ د مسافرو له هغه وخت سره تړاو ولري چې د سپرېدو مخکې په ارجنټاین کې وو.

د دې سازمان په وینا، ارجنټاین لا هم د امریکا په ټوله لویه وچه کې تر ټولو ډېرې پېښې لري. متحده ایالتونه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۲مه په رسمي ډول له دې سازمان څخه ووتل او خپل غړیتوب او مالي ملاتړ یې پای ته ورساوه.

دغه بېړۍ د مارچ په وروستیو کې د ارجنټاین له اوشوايا څخه د انټارکټیکا د سفر لپاره روانه شوې وه، او د فالکلنډ ټاپوګانو، سویلي جورجیا او د سویلي اتلانټیک نورو لرې پرتو ټاپوګانو ته یې سفر کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG