د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو سروې: سنګاپور د انترنتي امنیت په برخه کې د نړۍ له ټولو هیوادونو مخکې دی


A hooded man holds a laptop computer as cyber code is projected on him in this picture taken on May 13, 2017.
A hooded man holds a laptop computer as cyber code is projected on him in this picture taken on May 13, 2017.

د ملګرو ملتونو له خوا په یوې شوې سروې کې چې د چارشنبې په ورځ خپره شوه معلومه شوې چې د سنګاپور هیواد د انترنتي امنیت یا سایبرسیکوریټي تر ټولو ښه دفاعي سیستم لري. خود یو زیات شمیر نورو بډایه هېوادونو د انترنت د دفاع په سیستمونو کې یو شمیر خلاګانې موجودې دي.

د ملګرو ملتونو د نړیوال تلیکام د ټولنې له خوا په ترسره شوې سروې کې ویل شوي بډايي توب د انترنتي جرایمو لپاره انګیزه برابروي.

"په ډیرو هېوادونو کې لاتراوسه هم د انترنتي امنیت یا سایبرسیکوریټي په هکله د معلوماتو له پلوه او هم یې په مقابله کې د مناسبو ستراتیژیو د عملي کولو د نشتوالي د ظرفیت په برخه کې ښکاره خالیګاوې موجودې دي"

د امریکا متحده ایالات د ملګرو ملتونو د ټیلیکام د ټولنې له خوا د شوې سروې په شاخص کې دوهم مقام لري خو ډير شمیر نور هغه هېوادونه چې په دې برخه کې ښه ښودل شوي، کوچني او له اقتصادي پلوه د ودې په حال کې دي.

په لسو غوره هېوادونو کې مالیزیا، عمان، استونیا، موریشیس، استرالیا، ګرجستان، فرانسه او کاناډا شامل دي. روسیې یوولسم، هند پنځه ویشتم او چین څلور دیرشم مقام خپل کړی دی.

دغه درجه بندي د هيوادونو د حقوقي، تخنیکي او اداري بنسټونو ، د دوی د تعلیمي او تحقیقاتي وړتیاوو او د معلوماتو د شریکولو له شبکو سره د دوی د همکارۍ پربنا ترسره شوې.

په سروې کې ویل شوي" سایبرسیکوریټي داسې یو محیط زیست یا ایکو سیستم دی چې قوانین، ادارې، مسلکونه، همکاري او تخنیکي تطبیقات باید د موثریت لپاره په کې سره هماهنګ وي".

د سروې په بلې کې برخې کې ویل شوي" د شبکو ترمنځ خپل منځي اتصال ته په کتو سره ویلی شو چې هر شی افشا کیدی شي او له ملي مهمو تاسیساتو رانیولې تر ابتدايي انساني حقونو پورې له هرشي څخه ناوړه ګټه اخیستل کیدی شي".

په سروې کې راغلي چې د سایبرسیکوریټي لپاره اولني اساسي قدم د یوې ملي امنیتي ستراتیژۍ جوړول دي، چې پنځوس فیصده هېوادونه دغه ډول کومه ستراتیژۍ نه لري.

د هغو هېوادونو په جمله کې چې د خپلې اقتصادي ودې په پرتله یې انترني دفاع ښه ده، یوهم شمالي کوریا ده چې د هسپانیې په څېر له بډایه هیواد څخه یې لوړ مقام خپل کړی.

د اندورا، لختن اشتاین او موناکو په څېر یو شمیر کوچني بډایه هیوادونو هم ښه نه دي ځلیدلي.

XS
SM
MD
LG