د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر قبرس باندې د وسلو تحریم لغو کړ 


د قبرس ټاپو د ملکې الیزابت د مړینې په ماتم کې خپل بریغ نیم ځوړند کړی
د قبرس ټاپو د ملکې الیزابت د مړینې په ماتم کې خپل بریغ نیم ځوړند کړی

د قبرس ولسمشر نیکوس اناستازیادیس د شنبې په ورځ سپتمبر ۱۷ (وږي ۲۶) د واشنګټن د «تاریخي» تصمیم هرکلی وکړ چې پر نیکوسیا باندې یې د وسلو د څو لسیزو زوړ تحریم په مشروطه توګه په بشپړه توګه لغو کړ چې دا هیواد وکړای شي په خپلو بندرونو کې د روسیې د جنګي بیړیو مخه ونیسي.

متحده ایالاتو په قبرس باندې په ۱۹۸۷ کال کې پدې هیله د وسلو تحریم ولګاوه چې دا ټوټه شوی هیواد بیرته سره یوځای شي.

د مدیترانۍ په بحیره کې پروت دغه هیواد په دوه برخو ویشل شوی چې یو یې په نړیواله کچه پیژندل شوی د قبرس جمهوریت دی او بل یې یو جلا شوی دولت دی چې په ۱۹۷۴ کې په قبرس کې د یونان د هغه وخت د حاکمې پوځي ډلې د کودتا په غبرګون کې د ترکیې د یرغل په نتیجه کې رامنځته شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس وویل چې تیره ورځ د سپتمبر په ۱۶ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر قبرس باندې د دفاعي وسلو د پلور تحریم لغو کړ.

د قبرس ولسمشر وویل چې په «سترې خوښۍ» هغه پر خپل هیواد باندې د امریکا د وسلو د بندیز بشپړه لرې کیدو هرکلی کوي. قبرس د اروپایي ټولنې غړی هیواد دی.

هغه زیاته کړه: « دا یو تاریخي تصمیم دی چې د امنیت د برخې په ګډون د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د راټوکیدلو ښکارندوي کوي.»

منتقدین وایي د وسلو دغه تحریم موثر نه و او قبرس یې دې ته اړ کړی و چې نور شریکان پیدا کړي، پداسې حال کې چې د ناټو غړي هیواد ترکیې د ۱۹۷۴ کال د یرغل راهیسې په شمالي قبرس کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې د متحده ایالاتو کانګرس پر قبرس باندې د وسلو د تحریم د لغو کولو په طرفدارۍ رایه ورکړه چې «غیر وژونکي» پوځي وسایل هغه هیواد ته صادر شي.

امریکایي چارواکي اندیښمن دي چې دغو بندیزونو قبرس روسیې ته نژدې کړی دی او دغه ټاپو په ۲۰۱۵ کال کې ددې هیواد بندرونو ته د لاسرسي په مقصد یوه موافقه لاس لیک کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې قبرس هغه هیواد ته د صادراتو د اړوند قانون لازم شرایط پوره کړي دي.

هغه وویل، [د کانګرس] پریکړه د کلنۍ بیا کتنې تابع وه، او زیاته یې کړه، په قبرس باندې شرطونه، د واشنګټن سره "همکارۍ ته دوام ورکول" چې په کې "د تیلو اخیستلو او خدمتونو ترلاسه کولو لپاره بندرونو ته د روسیې نظامي کښتیو د لاسرسي د مخنیوي لپاره اړین ګامونو ته دوام ورکول" په کې شامل دي.

د قبرس د مسئلې د حل په موخه خبرې اترې په پرله پسې ډول ناکامې شوې دي.

وروستی پړاو، په ۲۰۱۷ کې په سویس کې ترسره شو، چې موخه یې په یو فدراسیون کې د ددغه ټاپو بیا یوځای کول دي.

دا رپوټ د فرانس پرس اژانس د خبر په بنسټ جوړ شوی

XS
SM
MD
LG