د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال پټرییس: طالبان په دپلوماتیکه توګه د افغانستان د جګړې حل ته لیوال ندی


پخوانی امریکایي جنرال ډیوډ پیټریس وایي طالبان په دپلوماتیکه توګه د جګړې حل ته لیوال ندي.
پخوانی امریکایي جنرال ډیوډ پیټریس وایي طالبان په دپلوماتیکه توګه د جګړې حل ته لیوال ندي.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال ډیوډ پټرییس وایي طالبان داسې معنی داره، تل پاتې او د تائید وړ موافقې ته لیوالتیا نلري چې له مخې یې واک په دیپلوماتیکه توګه وویشل شي.

د امریکا د پوځ دې پخواني قوماندان نن شنبه، مې ۲۲( غبرګولي۱)امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې طالبانو د سولې په خبرو کې هغه څه چې غوښتل یې تر لاسه یې کړل چې د زندانونو نه یې د مشرانو او بندیانو خلاصون او د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل و.

جنرال ډیوډ پټرییس همدارنګه د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د شرایطو سره سم د یوې کورنۍ جګړې د پیل خبرداری هم ورکړ.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو اقداماتو باوجود چې د دې لپاره اخیستل شوي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو او افراطي ډلو په پټنځای بدل نشي، ویره لري چې ښایي د افغانستان نه د سرتیرو د ایستلو په پریکړې به پښیمانه شي ځکه چې د کورنۍ جګړې د بیا پیل کیدو احتمال ډیر دی.

د دې امریکایي جنرال د څرګندونو نه وړاندې هم د کانګرس یو شمیر غړیو د سرتیرو په ایستلو کې د بیړې او افغانستان ته د ترهګرو د بیرته ورتګ په هکله اندیښنه ښودلې وه.

پخواني جنرال ډیوډ پټرییس چې د لنډې مودې لپاره د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر هم و، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل او زیاته یې کړه، " افغان امنیتي ځواکونه سلا مشورو ته اړتیا لري. پدې کې هیڅ شک نشته چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد لپاره جګړه کوي، خو زه واقعیتونو ته ګورم. پوهیږم چې د افغان امنیتي ځواکونو دنده دا ده چې د ټولو شیانو یا لږ تر لږهخ د ټولو زیربناوو، د ولسوالیو او ولایتونو د مرکزونو، په ښارونو کې د خلکو د ګرځیدو راګرځیدو د ځایونو او نورو محافظت وکړي خو طالبان د دې ځایونو د جملې نه یو څو مشخصو ته یې اړتیا لري."

د پیټریس د دې څرګندونو نه وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک کنیټ مک کینزي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وړتیا په هکله ویلي و چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دې وخت رارسیدلی چې پخپلو پښو ودریږي او وښیي چې په یوازې توګه جګړه کولی شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني هم پخوا ویلي چې تر ۹۰په سلو کې ډیر عملیات افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ او همکارۍ پرته کوي.

XS
SM
MD
LG