د لاس رسي وړ اتصالات

داوړ د پي ټي ایم نه د ایستل کیدو راپورونه رد کړي


د پښتون ژغورنې د تح‏ریک یو مشر محسن داوړ هغه رپورټونه په کلکه رد کړیدي چې وایي پي ټي ایم د محسن داوړ او علي وزیر په شمول ٧ تنه ایستلې دي،

دغه رپورټ چې د پاکستان د انگلیسۍ ژبې ورځپاڼې ډان د یکشنبې په ورځ خپور کړ، د مرکزي کمیټې د یو مشر سید عالم محسود له قوله لیکي چې د تحریک مرکزي کمیټې پریکړه کړېده چې محسن داوړ، علي وزیر، عصمت شاهجهان او نور څلور تنه په انتخاباتو کې د برخې اخیستلو له کبله ویستلې.

کله چې امریکاغږ د محسن داوړ نه وپوښته نو هغه وویل "دا تحریک جوړ کړی ما دی، دا تحریک جوړ کړی علي وزیر دی، دا تح‏ریک جوړ کړی منظور پښتین دی، مونږ د پي ټي ایم نه بغیر نیمگړي یو او پي ټي ایم زمونږ نه بغیر نیمگړی دی."

محسن وویل چې د مرکزي کمیټې د پریښودلو پریکړه مونږ ځکه کړي وه چې ترڅو پورې انتخابات نه وې شوي مونږ به د مرکزي کمیټۍ غړیتوب نه لرو او نه به یې غونډو ته ورځو.

محسن وویل چې پي ټي ایم به ډیر ژر خپله تنظیم سازي وکړي او په راتلونکې کې به دا ډول سوی تفاهم نه کیږي.

د هغې نه وروسته چې د پي ټي ایم د دغې پریکړې په اړه د ډان ورځپاڼې دغه رپورټ خپور کړ، په ټولنیزو رسنیو کې د تح‏ریک د راتلونکې په اړه بحثونه شروع شول خو محسن داوړ وایي چې پدی اړه منظور پښتین هم څرگنده خبره کړیده چې د پي ټي ایم غړي او ملاتړي په انتخاباتو کې د خپلې خوښې کاندید ته رای ورکولی شي او دا چې پي ټي ایم په خپله سیاسي گوند نه دی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG