په لس ګونو زرو خلکو په واشنګټن ډي سي کې په هغو دوو سیالو مظاهرو کې برخه اخیستې چې په دواړو کې د امریکا راتلونکې ښیګڼې او سترتیا ادعاوې کیږي.
یوه مظاهره د براډ کاسټر ( ګلین بیک) لخوا جوړه شوې او طرفداران یې د کانګریس د ماڼۍ مخې ته په پراخ میدان کې راغونډ شوي او امریکایي بیرغونه په لاسونو کې رپوي.
ګلین بیک مظاهره کوونکو ته وویل چې امریکا د ډیرې مودې راپدیخوا په "تیاره کې پاتې ده" او دا یې ورځ ده چې دغه ملک بیرته د هغه په قول " خدای ته ورستون شي".
د جمهوري ریاست د مرستیال پخوانۍ کاندیدې (سیرا پیلن) چې د امریکا د "ټي پارټي" په نامه په سیاسي تحریک کې ښه نوم او شهرت لري، خلکو ته وویل چې د دې ملک لارښودنه تل د سپیڅلو خلکو په لاس شویده" هغې د امریکایانو نه وغوښتل چې د هغو خلکو چې دې اشاره ورته ونه کړه هغه هلې ځلې رد کړي چې غواړي دا ملک له اساسه بدل کړي.
د ګلین بیک لخوا دغې مظاهرې چې د" عزت د بیا اعاده کیدو" په عنوان رابلل شوې، یو لړ جنجالونه راپیدا کړیدي ځکه چې دا مظاهره هغه څلي ته څیرمه روانه ده چې د امریکا یوه پخواني جمهور رییس ابرهم لینکلن ته د درناوي د څرګندولو لپاره جوړه شوې او همدلته د مدني حقوقو مشر (مارټین لوتر کینګ) په 1963 کال کې په همدې ورځ خپله مشهوره وینا چې ( ما خوب لیدلی) کړې وه.
له بلې خوا په زرهاوو نور خلک په واشنګټن ډي سي کې د یوه ښوونځي په غولي کې راغونډ شویدي چې مارټن لوتر کینګ ته احترام څرګند کړي. هغوي بیا ( د دغه خوب د بیا ادعا کیدو) په عنوان مظاهره کړې او وایي چې امریکا باید د هغه اجتماعي عدالت او نژداي مساوات مفکوره تطبیق کړي او دا مبارزه باید دوام ولري.
هغوي هم وروسته هغه ځای ته مارش وکړ چې د مدني حقوقو مشر خپله وینا پکې کړې وه.