د امریکا د متحده ایالاتو په توپان او بوړ بوړکۍ ځپلو ایالتونو کې د ژغورنې عمله د یکشنبې په ورځ د ژوندي پاتې شویو کسانو پسې ګرځیدل.
په بوړ بوړکیو کې تر اوسه د ۹۴ کسانو مړینه تائید شوې خو مسؤلین وایي ښایي دا شمیر تر دې هم لوړ شي.
دغو بوړ بوړکیو تر ټولو ډیر زیان د کنټکي په ایالت کې د مای فیلډ سیمې ته رسولی. ویل کیږي چې تقریباً بسته ښارګوټي تبا شوی.
د ایالت والي انډي بیشهر خبرداری ورکړی چې د ژغورنې لپاره به نور عملیات نه کیږي ځکه چې د ژوندي پاتې شویو کسانو پیدا کیدل نور امکان نلري.
جمهور رئیس جو بایډن د بوړ بوړکیو دا څپې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو سترې وبللې او زیاته یې کړه چې " لا هم نه پوهیږو څومره کسان مړه شوي او څومره مالي زیان اوښتی".
ښاغلي بایډن د کورني امنیت وزیر او د اضطراري چارو د فدرالي ادارې مشر د کنټکي ایالت د وضعیت د څیړلو لپاره استولي او له فدرالي حکومت سره د بشپړو مرستو ژمنه یې کړې.
یوازې ۸۰ کسان د کنټکي په ایالت کې وژل شوي. د ایالت والي ویلي چې ډیر کسان د مایفیلډ ښارګوټي د شمعې جوړولو په یوې فابریکې کې وژل شوي.
والي بیشهر د سي ان ان تلویزوني شبکې ته وویل چې ښایي د مړیو شمیر له ۱۰۰ هم پورته شي.
والي وویل، "د جمعې په شپه د شمعې جوړونې په فابریکې کې ۱۱۰ کسانو کار کاوه. تقریباً ۴۰ یې ژوندي ژغورل شوي او زه ډاډه نه یم چې د ژغورنې بل عملیات به وشي. زه ورته دعا کوم او دا به یوه معجزه وي".
په همدې حال کې شپږ کسان د ایلونای ایالت د ایډوارډزویل په ښار کې د امازون په یو ګودام کې مړه شوي. دې کسانو د شپې لخوا په ګودام کې کار کاوه چې د کرسمس په رخصتیو کې د خلکو مالونه انتقال او فرمایشونه پوره کړي.
د ژغورنې عمله د یکشنبې تر شپې په دواړو سیمو کې د خلکو په ژغورنې لګیا و. د سرې میاشتې او د اضطراري چارو د فدرالي ادارې کار کوونکي او رضاکاران بیا د کنټکي په ایالت کې د مرستې لپاره تللي دي.