د لاس رسي وړ اتصالات

کولمبیا کې په زلزلې کې د مړو شمېر ۲۶۵ ته لوړ شو

د کولمبیا ولسمشر ابیلاردو د لا اسپیېرېیا وایي، د دوشنبې ورځې د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې کې د مړو شمېر ۲۶۵ کسانو ته لوړ شوی دی.

د ولسمشر په وینا، نږدې ۵۰۰ کسان لا هم ورک دي، خو د ملکي سرچینو له خوا جوړو شویو معلوماتي بانکونو کې د ورک شویو کسانو شمېر له ۴۱۰۰ څخه زیات ښودل شوی دی.

زلزلې د کولمبیا په لویدیځو سیمو کې ډیر ورانی کړی او په کالي، پریرا، مانیسالېس او کویبدو ښارونو کې د ژغورنې عملیات روان دي.

د کولمبیا حکومت وایي، څه باندې ۵۰ زره کورونه زیانمن شوي، چې له دې جملې څه باندې ۱۱ زره په بشپړه توګه ویجاړ شوي او شاوخوا ۱۴۰ ودانۍ نړېدلې دي.

په داسې حال کې چې د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې د ژوندي پاتې کسانو د موندلو هڅې روانې دي، کولمبیا ته د سیمې له یو شمېر هېوادونو څخه د بشري مرستو رسېدل پیل شوي.

د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې د خاورو او نړېدلو ودانیو له منځه ژوندي کسان وباسي. د مرستو ادارې وایي، له زلزلې وروسته لومړنۍ ۴۸ تر ۷۲ ساعتونو پورې موده د ژوندي پاتې کسانو د موندلو لپاره تر ټولو مهمه ده، خو که بند پاتې کسانو ته اوبه او خواړه ورسېږي، د ژغورنې دغه موده اوږدېدای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG