د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ځنګلونو کې د اور لګیدو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۹۳ ته ورسید


د متحده ایالاتو د هاوایي ایالت په ځنګلونو کې د اور لګیدو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر شنبه اګست ۱۲ (زمري ۲۱) ۹۳ تنو ته پداسې حال کې ورسید چې د دې اور مړ کولو لپاره په اضطراري خدماتو انتقادونه ډیر شوي.

د اضطراري چارو د تنظیم فدرالي ادارې ویلي چې اور تر شنبې ورځې پورې ۲۲۰۰ ودانۍ یا بشپړه توګه له منځه وړي او یا زیانمنې کړيدي او دا یې هم ویلي چې ددې ودانیو بیرته رغول به ۵.۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا ولري.

پداسې حال کې چې د هاوایي په ایالت کې چارواکو ویلي د دې اور د قابو کولو د چارو په هکله پلټنې پیل کوي، بل پلو په کانګرس کې د همدې ایالت یوې استازې منلې چې چارواکو جدي عمل ندی کړی.

د کانګرس غړې جل ټوکوډا د شنبې په ورځ د سي ان ان تلویزیون سره په مرکې کې وویل چې چارواکو دا جدي نه وه بللې چې دا اور څومره مهلک دی او څومره ژر یې لمن هرې خوا ته خوریدلی شي.

د دې ایالت څارنوالې آن لوپیز ویلي چې دفتر به یې د ماوي او هاوایي ټاپوګانو په ځنګلونو کې د بل شويو اورونو په هکله د ځواب وینې لپاره د مهمو پریکړو کولو او موجوده پالیسو په هکله پلټنې وکړي.

د اور له کبله څه باندې ۱۴ سوه کسان د سیمې څخه ایستل شوي او په عاجلو سرپناوو کې ځای پر ځای شوي.

د ایالت والي جاش ګرین خبرداری ورکړی چې ښایي د مړو شویو کسانو شمیر نور هم ډیر شي.

د عملیاتو لپاره د فیما مشر هم چې څو کاله یې په رضاکارانه توګه د اور وژنې په برخې کې کار کړی وایي چې د هاوایي په ایالت کې د دې اور لمبې په" فوق العاده توګه نه کنټرول کیدونکې وې". هغه وویل اور یوازې په شلو ثانیو کې تقریباً ۶۰ متره خپور شو.

د اور له کبله په سیمه کې برښنا هم نه وه او له همدې کبله ځینو اوسیدونکو ته په ټاکلي وخت د خبردارۍ اطلاعات نه و رسیدلي.

د دغه ځنګلي‌ اور سره د هغه طوفان تېز شمال هم مل دی‌ چې د سه شنبې په ورځ په امریکا کې پيل شو او ډېرې سیمې یې وځپلې.

دغو اورونو د سمندر په غاړه کې د لاهاینا ښار هم ځپلی دی. چارواکي‌ وايي دا چټک خپرېدونکي اور ډېر خلک اړ کړل د ژوندي پاتې کېدو لپاره اوبو ته ځانونه وغورځوي.

ولسمشر جوبایډن دا «لوی کړکیچ» بللی دی او د ژغورنې د هڅو لپاره یې دغه ایالت ته د فدرال د مرستو اجازه ورکړې. د سیمې خلک وايي ډېرو مرستو ته اړتیا لري او ممکن د ښار بیا رغول کلونه ونیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG