د اوونۍ غوره انځورونه
۵
په غزې کې د ناصر په نامه روغتون کې یو شمیر ټپي شوي کسان د درملنې په حال کې .
۶
د رومان په نامه اته کلن اوکراینی ماشوم چې د روسې په یو راکټي برید کې ټپي شوی و او په تیر یو کال کې ۳۰ ځله عملیات کړي و، تازه یې د نڅا یوې سیالۍ کې پداسې حال کې برخه اخیسته چې خپل مخ یې د سوځیدو له کبله پوښلی و.
۷
د اوکراین او پولینډ تر منځ په لویې لار کې د لارۍ موټرو کتار
۸
د امریکا هاوایي ایالت کې یو تن د سمندر په څپو کې لوبې کوي.