د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر د کرونا نتیتجه منفي شوه


د دفاع وزیر تیره اوونۍ په کرونا اخته شوی و.
د دفاع وزیر تیره اوونۍ په کرونا اخته شوی و.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع د وزیر لیوډ آستن د کرونا د معایناتو نتیجه چې تیره اوونۍ پدې ویروس اخته شوی و، د یکشنبې په ورځ جنوري ۹ (مرغومي۱۹) منفي راغله.

پنټاګان ویلي چې ښاغلی آستن به د دوشنبې په ورځ د کار لپاره دفتر ته ولاړ شي. د پنټاګان ویاند جان کربي وویل چې د کرونا ضد واکسین له کبله په ښاغلي آستن د ویروس د شدت اغیز ډیر کم و.

هغه وویل، "وزیر آستن د واکسن په خاطر چې ورته شوی منندوی دی. هغه پوهیږي چې [واکسینونو] د ویروس د شدت اغیز ډیر کم کړی و."

جان کربي همدارنګه وویل چې د پنټاګان یو بل جګپوړی چارواکی هم په کرونا اخته شوی خو دا یې ونه ویل چې دا چارواکی څوک دی.

پداسې حال کې چې په متحده ایالاتو د کرونا د نوې بڼې (اومیکرون) پیښې مخ په زیاتیدو دي، د دفاع وزارت تیره اوونۍ اعلان وکړ چې په وزارت کې به د کرونا د خپریدو د مخنیوي لپاره یو شمیر قیودات وضع کړي.

وزارت ویلي چې ډیری مامورین به یې د کور څخه کار کوي او د رسمي میلمنو ورتګ به هم محدود کړي.

د کرونا نوې بڼه اومیکرون د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا ددغه ویروس پنځمه خطرناکه بڼه بلل شوېده. دا ویروس تیره میاشت په جنوبي کورویا کې وموندل شو او ډیر ژر سرایت کولی شي.

ښاغلی آسټن لومړنی جګپوړي امریکایي چارواکی ندی چې د کرونا په ویروس اخته کیږي، بلکې تر هغه وړاندې د کانګریس ګڼ شمیر غړیو وویل چې د سپنې ماڼۍ ویانده جین ساکي هم د تیر کال د اکټوبر په میاشت کې پدې ویروس اخته شوې وه.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو پر اساس د کومې ورځې چې د کرونا وبا خپره شوې، دې ویروس په ټولې نړۍ کې ۳۰۷ ملیون کسان نیولي. دې ویروس همدارنګه تر اوسه څه باندې پنځه ملیون کسان مړه کړي دي.

د کرونا وبا تر ټولو ډیر کسان په متحده ایالاتو کې مړه کړي. دې ویروس په متحده ایالاتو کې ۶۰ ملیونه او ۷۲ زره کسان نیولي او څه باندې ۸۳۷زره کسان یې مړه کړیدي.

XS
SM
MD
LG