د لاس رسي وړ اتصالات

نوې ډهلي کې د هوا ککړتیا له کبله لومړني ښوونځي تړل شوي


د هند په پایتخت نوې ډهلي کې چارواکو د خطرناکې لوخړې سره د مبارزې په برخې کې بیړنی اقدام کړی او اعلان یې کړی چې سر د شنبې ورځې څخه به پدې ښار کې لومړني ښوونځي تړلي وي.

د څو ورځو راپدیخوا په نوې ډهلې کې زهرجنه لوخړه ده.

پدې ښار کې د هوا کیفیت دومره خراب دی چې چارواکي اړ شوي د ککړتیا د مخنیوي لپاره د رغونې کارونه ودروي. حکومت همدارنګه ښار ته د هغو لاریو موټرو ورتګ بند کړی چې په ډیزلو چلیږي او هم یې د لوخړې ضد آلې نصب کړیدي.

دغه آلې هوا ته نم او اوبه شیندي چې له یوې خوا دوړه جذب کړي او په عین حال کې ځیني شیان چې باد هوا ته پورته کړیدي، لامده او ځمکې ته ښکته کړي.

د ډهلي اعلی وزیر ارویند کجریوال جمعه نومبر ۴ (لړم۱۲) همدارنګه ویلي چې حکومت پدې هم غور کوي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره په سړکونو د موټرو په تګ راتګ محدودیتونه وضع کړي.

حکومت همدرانګه ویلي چې نیمایي دولتي مامورین به د کوره کار کوي.

مسؤلین وایي کومه لوخړه چې په ډهلي او شاوخوا سیمو کې هر ژمی خپریږي، د موټرو لوګی، د ساختماني کارونو له کبله پیدا شوې دوړه او د صنعتي شرکتونو څخه وتونکی دود څخه جوړ یو ترکیب دی چې هوا یې ککړه کړېده.

دا لوخړه وروسته وژونکې کیږي ځکه باد هغه دود د ګاونډیو ایالتونو څخه نوې ډهلې ته راوړي چې د بزګرانو لخوا په پټیو کې د شولو سوځولو څخه پیدا کیږي.

بزګران دا کار ځکه کوي چې پټي د غنمو د کښت لپاره چمتو کړي او په پټیو کې پاتې شویو شولې پاکې شې.

د ابتدائیه ښوونځیو تړلو تر څنګ حکومت همدرانګه ویلي چې تر شپږم ټولګي پورته زده کوونکو لپاره به هم د ښوونځي څخه بهر فعالیتونه بند وي.

خو چاپیریال ساتونکي او د زده کوونکو مشران د حکومت څخه غواړې چې د هوا د پاکوالي لپاره دې اقدامات وکړي. په اوس وخت کې د نوې ډهلې د کیفیت درجه ۴۷۰ ده چې د نړیوالو معیارونو څخه پنځه چنده ټیټه ده.

یوه خیریه مؤسسه چې په نوې ډهلې کې د ځوانانو او چاپیریال ساتنې په برخې کې کار کوي وایي چې پدې ښار کې هوا دومره ککړه ده چې فکر کیږي اور پکې لګیدلی او ښایي په را روانې اوونۍ کې هوا تر دې لا ډیره ککړه شي.

دې ادارې د ستونزې د حل لپاره د عاجلو اقداماتو غوښتنه کړې ځکه چې په وینا یې تر ټولو غټ زیان یې ماشومانو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG