د لاس رسي وړ اتصالات

یو بانفوذه دیموکرات په شمالي کوریا د بندیزنو له کبله ټرمپ ستایلی


سناتور بن کارډن
سناتور بن کارډن

د امریکا د دیموکرات گوند یو مهم او بانفوذه غړي ولسمشر ټرمپ د هغې نه وروسته ستایلی دی چې ملگروملتونو په شمالي کوریا د اتومي پروگرام له کبله بندیزونه ولگول. د دیموکرات گوند زیاتره غړي اکثر په ولسمشر ټرمپ انتقادونه کوي.

د امریکا د میریلینډ ایالت دیموکرات سناتور بن کارډن په شمالي کوریا باندې د ملگرو ملتونو بندیزونه یو ښه پرمختگ او کامیابي وبلله.

هغه وویل "زه خپل ټیم ته د دې کار د ترسره کولو لپاره ډیره مبارکي ورکوم." ښاغلي کارډن دا هم وویل چې په دی لړ کې د چین او روسیې رول د ستایلو وړ دی. "د شمالي کوریا د بالیستک توغندیو د پرله پسې ازموینو له وجې په هغوي باندې دا سخت بندیزونه ولگول شول. دا ډیر ښه اقدام دی او په دغه لړ کې د روسیې او چین د امریکا ملاتړ هم ډیره ښه خبره ده."

کارډن وویل چې پکار ده اوس د دپلوماسۍ نه کار واخیستل شي. هغه وویل چې امریکا او چین دې د تشنج د ختمولو او د شمالي کوریا د اتومي وسلو د جوړولو نه د منع کولو لپاره کار وکړي.

د یادونې وړ ده د امریکا په مشوره د ملگروملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ په شمالي کوریا لا نور اقتصادي بندیزونه لگولي دي. شمالي کوریا د ملگروملتونو دغه اقدام په سختۍ غندلی دی.

XS
SM
MD
LG