د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ولسمشرۍ دېموکرات کاندیدان


برف پاییزی در ورزقان – آذربایجان شرقی عکس: علیرضا محمدی(ارسالی شما)
برف پاییزی در ورزقان – آذربایجان شرقی عکس: علیرضا محمدی(ارسالی شما)

د سروې گانو له مخې په دیموکراتانو کې تر ټولو ډیر مینه وال د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن لري او په همدې دلیل په تلویزیوني مناظره کې په معنوي او عملي ډول د پنځو کاندیانو په منځ کې ولاړه وي.

په دې وروستیو سروې گانو کې ۴٠ سلنه دیموکراتان د اغلې کلنټن ملاتړي دي او تر ټولو مخکې ده. تر ټولو نژدې سیال یې سناتور برني سانډرز دی چې ٢٥ سلنه رای ورکوونکې یې ملاتړ کوي.

د جمهوري غوښتونکو برعکس، دیموکراتان په خپل ټاکنیز کمپاین کې ډیر لږ د یو بل پر خلاف غغږیدلې دي، له همدې امله اټکل کیږي چې نن ماښامنۍ مناظره به هم د یو بل د سپکولو پر ځای، تر ډیره حده د خپلو پروگرامونو او اجنډاو پر تشریح کولو راوڅرخی.

د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د مناظرو یو بل ستر توپیر د کاندیدانو شمیر دی. ١٨ جمهوري غوښتونکي غواړي چې د جمهوري ریاست کاندید شي او په دیموکراتانو کې تر اوسه یوازی پنځه کسان سیالي کوي.

په ملي او نړیواله کچه پیژندل شوې کلنټن تر څنگ به سناتور برني سانډرز، د میريلنډ ایالت پخوانی والي مارتین اومالي، پخوانی سناتور جیم ویب، او پخواني سناتور لنکن چافي ولاړ وي.

په لاس ویگاس کې تر مناظرې یوه ورځ وړاندې د دیموکرات سیالانو انځورونه ایښودل شوي دي
په لاس ویگاس کې تر مناظرې یوه ورځ وړاندې د دیموکرات سیالانو انځورونه ایښودل شوي دي

د اغلې کلنټن او ښاغلي سانډرز نه پرته دا نور درې کاندیدان د سروې گانو له مخې دومره ملاتړې نلري. دا مناظره ددې دریو کاندیدانو دپاره اهمیت لري چې تر دې وړاندې چې یو بل مشهور کاندید سیالۍ ته ورگډ شي، دوی د اغلې کلنټن سره په یو کتار کې ودریږي او په ملی کچه وپیژندل شي.

یو بل ممکنه کاندید مرستیال ولسمشر جو بایډن دی چې ویل کیږي تر اوسه یې لا تصمیم نه دی نیولی.

د رویټرز اژانس سروې دا ښیي چې ۴٨ سلنه دیموکراتان د جو بایډن د کاندیداتورۍ ملاتړي دي.

د سروې په پایلو کې راغلي دي چې که جو بایډن کاندید شي، بیا به هم هیلري کلنټن مخکښه وي، برني سانډرز به دوهم وي او جو بایډن به دریم وي.

XS
SM
MD
LG